د ښځو د ځورونې او جنسي آزار په اړه د ځینو پېژندل سویو څېرو او سیاسي فعالانو له خوا د تېرو کلونو روایتونو له خپرېدو سره هممهاله، یو شمیر ښځې او د ښځو د حقونو ځینې فعالان وايي چې دا رسوایي د طالبانو له لوري پر ښځو د پراخو محدودیتونو ترڅنګ، د دې ډلې وضعیت لا نور هم ستونزمن کړی دی.
فاطمه اعتمادي، د ښځو د حقونو فعاله، له معمار خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د وروستیو روایتونو خپرېدو هغه په حیرانتیا کې اچولې ده. د هغې په وینا، ځینې هغه نارینه چې په تېر کې په ظاهري ډول سم ښکاره کېدل، مدني شعارونه یې ورکول او د ښځو د حقونو د ملاتړ ادعا یې کوله، په پټه توګه داسې کړنې ترسره کړې دي چې له خپلو ادعاوو سره په ټکر کې دي.
اعتمادي زیاتوي هغو ښځو چې د هغې په وینا د دغو کسانو په شعارونو او وعدو دوکه سوې دې، اوس نه یوازې له پخوانیو زیانونو سره مخ دي، بلکې په ټولنه کې له یو اړخیزو او ناعادلانه قضاوتونو سره هم مخامخ دي.
دې د ښځو د برخې فعالې د طالبانو له لوري په هرات کې د ښځو وروستیو نیونو او چلند ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان ښځې په اوسني وضعیت کې له کافي ملاتړ او پناه څخه بېبرخې دي. هغه ادعا کوي چې طالبان د ښځو له زیانمنتیا څخه د خپلو سختو تګلارو د پلي کولو لپاره استفاده کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې د تېرو کلونو د ښځو د جنسي ځورونې بېلابېل روایتونه خپاره سوي او د مسوولیت، د قربانیانو د ملاتړ او په افغانه ټولنه کې د ښځو د ځای په اړه یې پراخ بحثونه راپورته کړي دي.




