د کربلايي له حماسې څخه د ننني بشریت تر ازموینې پوري

هره ورځ عاشورا ده او هره ځمکه کربلا ده هغه جمله چې وایي: «کُلُّ یَومٍ عاشورا و کُلُّ أرضٍ کَربلا» دا حقیقت راپه یادوي چې د حق او باطل جګړه په کوم ځانګړي وخت او ځای پورې نه ده تړلې. د تاریخ له پیله تر نن ورځې پورې، د حق لښکر تل د طاغوت پر وړاندې ولاړ دی، او دا مخامخوالی زموږ په اوسني دوره کې هم دوام لري. الهي سنت د انسانانو پر ازموینه ولاړ دی؛ له همدې امله په هر وخت کې د حق او باطل نوې بېلګې راڅرګندېږي، څو هر انسان په دې جګړه کې خپل رښتینی دریځ څرګند کړي.
رهبر انقلاب اسلامی: امریکایی‌ها با تهدید به جایی نمی‌رسند

د کربلايي له حماسې څخه د ننني بشریت تر ازموینې پوري

«کُلُّ یَومٍ عاشورا و کُلُّ أرضٍ کَربلا» (هره ورځ عاشورا ده او هره ځمکه کربلا ده)؛ ایا موږ به د نن ورځې په ازموینه کې د امام حسین (ع) ملګري اوسو، که د هغو کسانو له ډلې څخه به یو چې وروسته پښېماني کوي؟

عاشورا یوازې په لومړۍ هجري پېړۍ کې یوه تاریخي پېښه نه ده، بلکې د ټولو زمانو او ټولو ځمکو لپاره تلپاتې بېلګه ده. دغه سپېڅلې جمله «کُلُّ یَومٍ عاشورا و کُلُّ أرضٍ کَربلا» د حق او باطل د لښکرو تر منځ د همېشني ټکر څرګندونه کوي.

تل د حق‌غوښتونکو انسانانو په ذهن کې دا پوښتنه راګرځېدلې ده چې ولې د عاشورا په څېر حماسې د تاریخ او د بشریت د وجدان په ژورو کې دومره ژور ځای نیسي؟ د دې پوښتنې ځواب په دې حقیقت کې نغښتی دی چې عاشورا ماته نه، بلکې د مادیت پر وړاندې د معنویت تلپاتې بریا او د خپل وخت د طاغوت پر وړاندې د مینې او سرښندنې ډک ټینګ درېځ دی.

د سیدالشهدا (ع) پاڅون د ټولو مسلمانانو او د نړۍ د ټولو آزادو انسانانو لپاره په هره دوره کې بشپړ لارښود او څرګند شرعي حجت دی، او دا شعار «هره ورځ عاشورا ده او هره ځمکه کربلا ده» باید د آزادۍ غوښتنې د یوه عملي دستور په توګه، د اسلامي امت او د نړۍ د ټولو آزادو وګړو د ژوند سرلارې وګرځي، څو د هر ډول ظلم او فساد پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.

د خیال اتل او رښتینی اتل

موږ ډېری هغه وخت چې د تاریخ د زړورو اتلانو کیسې اورو، له ځان سره وایو: «کاش زه هم په هغه وخت کې وای او د هغه اتل ترڅنګ مې د شهادت ویاړ ترلاسه کړی وای!» دا پخوانۍ هیله د انسان له پاک فطرت څخه راولاړېږي؛ هغه فطرت چې تل د تلپاتې ژوند او له مطلق خیر سره د ملګرتیا غوښتونکی وي.

خو تاریخ او د ژوند رښتینی بهیر بیا ـ بیا دا ښودلې ده چې د ویلو او کولو، د تاریخي آرمان او عملي دریځ تر منځ تل ستر واټن موجود وي. همدغه کسان چې د یوې حماسي کیسې، فلم یا کتاب پر مهال اوښکې تویوي، کله چې په خپل وخت کې د ظلم او باطل له رښتینې بېلګې سره مخامخ سي، نو زرګونه پلمې لټوي، څو د حق د ساتنې او د ظلم پر وړاندې د درېدو له مسؤلیت څخه ځان خلاص کړي.

همدا هغه ځای دی چې الله تعالی خپل بندګان د ازموینې په ډګر کې دروي، څو څرګنده سي چې څوک په عمل کې رښتینی دی او څوک یوازې بې‌بنسټه ادعا کوي.

کربلا؛ د مینې او بصیرت ډګر

د عاشورا پېښه د مظلومیت او په عین حال کې د یوه آزاد انسان د عزت تر ټولو لوړه بېلګه ده. امام حسین (ع) له هغو لږو خو اسماني ملګرو سره داسې ټینګ درېځ خپل کړ چې تر ابده به د عدالت غوښتنې او آزادګۍ هسکه نښه وي. نوموړي په خپل وصیت کې د خپل پاڅون فلسفه «د خپل نیکه د امت اصلاح، په نېکۍ امر، له بدۍ منع کول، او د خپل نیکه او پلار پر تګلارې تګ» بیان کړې ده. دغه موخې هېڅکله نه زړېږي او په هره دوره کې خپلې روښانې بېلګې پیدا کوي.

وهب مسیحي؛ د شور او شهادت اتل

د امام حسین (ع) د وفادارو ملګرو په منځ کې د وهب بن حباب (یا حباب) کلبي نوم د ځلانده مرغلرې په څېر ځلېږي. د مشهورو روایتونو له مخې، هغه تر عاشورا څو ورځې مخکې مسیحي و؛ خو کله چې یې د امام حسین (ع) په څېره کې د حق او باطل څرګند ټکر ولید او د حقیقت غږ یې واورېد، نو دومره بدل سوو چې نه یوازې یې اسلام په بشپړ اخلاص ومانه، بلکې د خپل نوي ګډ ژوند له تر ټولو خوږو شېبو هم تېر سوو او بې له ځنډه د حق لښکر ته ورغی.

وهب پوه سوو چې د حق معیار نوم او ادعا نه ده؛ ځکه ډېر کسان وو چې پر ژبه مسلمانان وو، خو د رسول الله (ص) د لمسي پر وړاندې ولاړ وو. له همدې امله، هغه د امام حسین (ع) ترڅنګ ودرېد او د داسې لښکر پر ضد یې جګړه وکړه چې ظاهراً اسلامي بڼه یې لرله، خو توره یې د حقیقت پر ضد راایستلې وه.

د عاشورا په ورځ دغه ۲۵ کلن ځوان په بې سارې مېړانې میدان ته ووت او له زړورې جګړې وروسته شهید سو. هغه مهال چې د هغه مبارک سر یې د مور پر لور وغورځاوه، هغې سترې ښځې سر پورته کړ، د شمر د لښکر پر لور یې بېرته وغورځاوه او ویې ویل: «موږ هغه څه چې د الله په لار کې مو ورکړي وي، بېرته نه اخلو.»


د وهب حماسه دا څرګندوي چې حقیقت د نومونو او ظاهري بڼو په قفس کې نه بندېږي. کله چې انسان له خالص حق سره مخامخ سي، د قوم، تبار او دود پولې رنګ بایلي او یوازې یوه پوښتنه پاتې کېږي: ایا د حق په لښکر کې ولاړ یې، که د هغو کسانو په ډله کې چې د دین په نقاب کې یې د حق پر وړاندې توره راایستلې ده؟

له کوفیانو تر د نن زمانې منافقانو پوري

د دې حماسې په مقابل لوري کې هغه کسان ولاړ وو چې امام یې راوباله، خو د جګړې په شېبه کې یې ورسره ملګرتیا پرېښوده. د کوفې ژمنه ماتوونکو، د زرګونو پلمو په پلمه د شهیدانو د سالار له مرستې ډډه وکړه، او تاریخ یې نوم د خیانت په تور ثبت کړ.

دا چلند یوازې د هغه وخت پورې محدود نه و. په هره دوره کې داسې کسان پیدا کېږي چې په بېلابېلو جامو او د «مصلحت»، «د ځان د ساتنې وېرې»، «ملي یووالي» او «له اختلافه د ډډې» په څېر پلمو سره د حق له ملاتړ څخه لاس اخلي، او په حقیقت کې د باطل مرسته کوي.

د عاشورا له پېښې وروسته، یوه ډله چې «توابین» بلل کېده راپیدا سوه؛ هغوی د امام له مرستې څخه د پاتې کېدو له امله پښېمانه سول، پاڅون یې وکړ او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. خو یوه پوښتنه لا هم پر خپل ځای پاتې ده: ایا له مرګ وروسته پښېماني د انسان د دنیا او آخرت په ګټه تمامېږي؟ دا پښېماني، تر دې چې د ګناه ستر والی څرګند کړي، د هغه انسان د لنډ نظرۍ څرګندونه کوي چې د الله تعالی په ازموینه کې ناکام سوی وي.

عاشورا؛ د تاریخ تلپاتې ازموینه

د «کُلُّ یَومٍ عاشورا و کُلُّ أرضٍ کَربلا» جمله دا حقیقت راپه یادوي چې د حق او باطل جګړه په ځانګړي وخت او ځای پورې نه ده تړلې. د تاریخ له پیله تر نن ورځې پورې، د حق لښکر تل د طاغوت پر وړاندې ولاړ دی، او دا مخامخوالی زموږ په اوسني دوره کې هم دوام لري. الهي سنت د انسانانو پر ازموینه ولاړ دی؛ له همدې امله، په هر وخت کې د حق او باطل نوې بېلګې راڅرګندېږي، څو هر انسان په دې جګړه کې خپل رښتینی ځای څرګند کړي.

د دې ازموینې روښانه بېلګه د غزې غمیزه ده. صهیونیستي رژیم، د امریکا په ملاتړ، لسګونه زره فلسطیني ښځې او ماشومان ووژل؛ خو د عربي هېوادونو ډېرو حکومتونو، سره له دې چې فلسطینیان مسلمانان او اهل سنت دي، د دې جنایت پر وړاندې چوپتیا غوره کړه، او آن داسې راپورونه هم خپاره سول چې ځینو یې له اسرائیلو او امریکا سره همکاري کړې ده. په مقابل کې، د مقاومت جبهې او د نړۍ ډېرو آزادو غیرمسلمانو انسانانو د فلسطین ملاتړ وکړ او دغه جنایتونه یې وغندل، او د غزې د خلکو ترڅنګ ودرېدل.

دغه جنایتونه یوازې تر غزې پورې محدود نه سول، بلکې پر ایران هم بریدونه وسول. د دغو پېښو له تر ټولو دردناکو څخه، په میناب کې پر «شجرهٔ طیبه» لومړني ښوونځي برید و، چې د ګڼ شمېر ماشومانو، ښوونکو او ملکي وګړو د شهادت لامل سوو او د زورواکي خونړۍ څېره یې لا نوره هم څرګنده کړه. همدارنګه، د اسلامي انقلاب د شهید مشر، حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای (ره)، پر استوګنځي هم برید وسو او نوموړی له خپلې کورنۍ سره یوځای شهید سو؛ هغه جنایت چې نه یوازې یې د ایران د ملت اراده کمزورې نه کړه، بلکې د زورواکي پر وړاندې یې د نړۍ د وګړو کرکه لا زیاته کړه.

د ویښو وجدانونو غبرګون او نړیواله خواخوږي

د دغو څرګندو جنایتونو په غبرګون کې، یوازې د نړۍ مسلمانان نه، بلکې آزادو غیرمسلمانو انسانانو هم خپل غږ پورته کړ. د لوېدیځ مسیحي وګړو، د امریکا په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې، د ټرمپ او د هغه د ډلې جنایتونه وغندل او د ایران له اسلامي جمهوریت سره یې خپله معنوي خواخوږي او ملاتړ څرګند کړ. د دغو آزادو انسانانو دغه دریځ، د امام حسین (ع) له هغه وینا څخه جلا نه دی چې فرمایلي یې دي:

«که دین نه لرئ، لږ تر لږه آزاد انسانان اوسئ.»

په دې ستره ازموینه کې، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې شیعه ګانو او آزادو انسانانو، د افغانستان، عراق، بحرین، یمن، هند، پاکستان او افریقایي هېوادونو په ګډون، د فاتحو مجلسونو او پراخو لاریونونو په جوړولو سره، د ایران له شریف او مقاوم ملت سره خپله خواخوږي او ټینګ ملاتړ اعلان کړ.

عاشورا، غزه، میناب او د اسلامي انقلاب د مشر شهادت، ټول یو ګډ حقیقت انځوروي؛ د حق او باطل تلپاتې مخامخوالی.

په هر یوه له دغو پړاوونو کې، باطل د خپلو ټولو مادي ځواکمنیو سره میدان ته راغی؛ خو حق د ایمان، آزادګۍ او بصیرت په تکیه سره خپل سر لوړ وساته او تاریخ یې د خپل دریځ په ګټه بدل کړ.

جمله «کُلُّ یَومٍ عاشورا و کُلُّ أرضٍ کَربلا» یوازې یوه احساساتي وینا نه ده؛ بلکې یو «عملي انساني ـ شرعي مسؤلیت» دی.

دا جمله موږ ته وایي چې په هر وخت او هر ځای کې چې د یوه مظلوم د فریاد غږ تر اسمانه پورته سي، کربلا بیا تکرارېږي، او موږ هم باید د وهب مسیحي په څېر د ایمان په مینه او شوق سره د حق مرستې ته ور ودانګوو، نه دا چې د کوفیانو په څېر په بې بنسټه پلمو د حق د ملګرو شا پرېږدو.


تاریخ تل د دې حقیقت شاهد پاتې سوی دی چې لږ شمېر کسان د مینې او ایمان په وسیله د حق بیرغ لوړ ساتي، او ډېر شمېر کسان د خیانت او کمزورۍ له امله خپل نوم د باطل په تور دفتر کې ثبتوي. نن د «حق د مرستې» د ستر امانت بار زموږ د ټولو پر اوږو دی. راځئ د عاشورا له بېلګې څخه په الهام اخیستلو سره، په دې الهي ازموینه کې بریالي او سپین‌مخ له ډګره ووځو، او دا ثابته کړو چې موږ هم کولای سو د خپل وخت د امام حسین (ع) وفادار ملګري واوسو. ځکه تر هغه وخته چې د زړه سترګې د عاشورا په رڼا روښانه وي، د بشریت په تاریخ کې به د حق قامت هېڅکله نه ټیټېږي.

لیکوال: ز. نظري

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x