طالبان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه بې ځوابه نه دي پاتې سوي

فصیح‌الدین فطرت، د طالبانو د پوځ د لوی درستیز رئیس، د افغانستان پر خاورې د پاکستان پر بریدونو د نیوکې ترڅنګ، دغه کړنې یې «د زغملو وړ نه » بللې دي او ویلي یې دي چې تر اوسه د اسلام‌آباد له لوري هېڅ برید بې ځوابه نه دی پاتې سوی.
طالبان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه بې ځوابه نه دي پاتې سوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ فصیح‌الدین فطرت، د طالبانو د پوځ د لوی درستیز رئیس، اعلان کړی چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه «د زغملو وړ نه دي» او ټینګار یې کړی چې تر اوسه د اسلام‌آباد هېڅ برید بې ځوابه نه دی پاتې سوی.

فطرت د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د افغانستان پر بېلابېلو سیمو د پاکستان بریدونه وغندل او د پاکستان حکومت یې «بې‌رحمه» وباله. هغه وویل، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د غړو د شتون په پلمه د افغانستان پر استوګنیزو سیمو او ملکي وګړو برید کول «دردوونکی» عمل دی.

د طالبانو د پوځ لوی درستیز همدارنګه ادعا وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان د حکومت د نورو وسلوالو مخالفو ډلو غړي په افغانستان کې حضور نه لري او د طالبانو حکومت هېڅ وسلوالې ډلې ته د افغانستان په خاوره کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان څو ځله طالبان د تحریک طالبان پاکستان غړو ته په پناه ورکولو او ملاتړ کولو تورن کړي دي. طالبانو دغه تورونه رد کړي او تل یې ټینګار کړی چې اسلام‌آباد باید له ټي‌ټي‌پي سره تړلې امنیتي ستونزې په خپله خاوره کې هوارې کړي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات سوې دي. په دې موده کې اسلام‌آباد څو ځله د پولې په اوږدو کې سیمې او د افغانستان د خاورې ځینې برخې د هوايي بریدونو هدف ګرځولې دي.

ملګرو ملتونو هم تر دې مخکې په دغو بریدونو کې د یو شمېر ملکي وګړو وژل کېدل تأیید کړي وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x