د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند د «غیبيبابا» ښارګوټي له ۵۳۲ جریبو څخه ډېرې ځمکې د «امارتي» ځمکو په توګه تثبیت سوې دي.
دغه وزارت نن، د سرطان په ۲۳مه، د سېشنبې په ورځ، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د غصب سویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې د غیبيبابا ښارګوټي په نوم د څه باندې ۱۰۴۲ جریبه ځمکې اسناد او مدارک وڅېړل او له ۵۳۲ جریبو څخه ډېرې یې د امارتي ځمکو په توګه وپېژندلې او تثبیت یې کړې.
د اعلامیې له مخې، ځانګړې محکمې د متصرفانو د اسنادو او مدارکو، د کمېسیون له خوا د وړاندې سویو اسنادو، د املاکي دفترونو او له اړوندو ادارو څخه د ترلاسه سویو معلوماتو له څېړنې وروسته دې پایلې ته رسېدلې چې له ۵۳۲ جریبو څخه ډېرې دغې ځمکې د ځمکو د سروې او ثبت په څلورو ټوټو کې د دولت په نوم سروې او ثبت سوې دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت زیاته کړې چې د دغو ځمکو ملکیت، چې اوس د استوګنېزې سیمې په توګه تیرې استفاده کېږي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب سویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته سپارل سوی دی.
د غیبيبابا ښارګوټی د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند، د خیرخانې کوتل په سیمه کې، د کابل ـ شمالي لویې لارې پر لاره کې موقعیت لري.



