د هرمز تنګي کنټرول به د تل لپاره د ایران په واک کې پاتې سي

علاءالدین بروجردي ، د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي ، د هرمز پر تنګي د ایران د واکمنۍ په ټینګار سره اعلان کړی چې د دې ستراتیژیکې د اوبولارې مدیریت او کنټرول به د ایران د اسلامي جمهوریت په واک کې پاتې سي.
د هرمز تنګي کنټرول به د تل لپاره د ایران په واک کې پاتې سي

علاءالدین بروجردي ، د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمېسیون غړي ، د هرمز پر تنګي د ایران د تلپاتې او نه بدلېدونکې واکمنۍ او د امریکا د جرمونو پر وړاندې د سخت ځواب ورکولو اړتیا ته په اشارې سره ویلي: د پوځي سمندري واحدونو او په سیمه کې د امریکا د ټولو ګټو پر وړاندې د درنو ګوزارونو وخت رارسېدلی دی، او د دې ستراتیژیکې اوبه‌لارې د مدیریت د بدلون په اړه هر ډول ناسمه انګېرنه به له سخت او پرېکنده ځواب سره مخ سي.

د هرمز تنګي مدیریت او کنټرول به د تاریخ تر پایه د ایران د اسلامي جمهوریت په واک کې پاتې سي.

هغه د امریکا له خوا د هوکړه‌لیک د پنځم بند پر عملي کولو د ټینګار ترڅنګ وویل: امریکا او متحدین یې باید په دې سیمه کې د معادلو د بدلون له بې‌ځایه خیال څخه لاس واخلي او پوه سي چې د دې موضوع په اړه د ایران سرې کرښې په بشپړه توګه جدي او د خبرو وړ نه دي.

نوموړي د ایران او عمان ترمنځ د پخوانیو او دوستانه اړیکو درناوی څرګند کړ او خپلو عماني ملګرو ته یې سپارښتنه وکړه چې د امریکا او انګلستان د سیاسي فشارونو او ګواښونو پر وړاندې هوښیار واوسي. هغه وویل: موږ له عمان سره اړیکو ته درناوی لرو، خو هغوی باید پوه سي چې پر هرمز تنګي د ایران واکمني یو میداني او ستراتیژیک حقیقت دی، او د دې حالت د بدلون لپاره هر ډول بهرنی فشار به زموږ له جدي غبرګون سره مخ سي.

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمېسیون غړي، چې د مجلس د خنج او ګراش استازی هم دی، د ایران پر وړاندې د امریکا جنایتکارانه کړنو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د مناسب ځواب ورکولو او د دنا د شهیدانو د غچ اخیستلو وخت رارسېدلی دی.

هغه زیاته کړه: زموږ موخه یوازې مخنیوي نه دی، بلکې د هغو سمندري پوځي واحدونو او هر هغه ځای په نښه کول دي چې د امریکا ګټې پکښې تعریف سوې وي.

که څه هم اوس د هرمز تنګي مدیریت د عملي کړنلارو او میداني شرایطو له مخې ترسره کېږي او په کوم ځانګړي قانون پورې تړلی نه دی، خو د دې ځای د لا ټینګولو لپاره به د اسلامي شورا مجلس په لومړي فرصت کې د هرمز تنګي د مدیریت اړوند قانون تصویب کړي، څو دا ملي اراده د یوه پیاوړي قانوني چوکاټ په وسیله ټینګه او ثابته سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x