د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د وزیرانو نهم کنفرانس، چې د ښځو پر پیاوړتیا راڅرخېده، په اسلاماباد کې ترسره سوو؛ هغه غونډه چې د غړو هېوادونو د ښځینه لوړپوړو چارواکو په پراخ ګډون سره جوړه سوه او د ښځو پر ګډون د اسلامي نړۍ د ژمنتیا ټینګار یې کاوه. خو د دې غونډې له شعارونو سره په بشپړ ټکر کې، د طالبانو حکومت، چې په دغه سازمان کې د افغانستان استازولي کوي، دې کنفرانس ته حتی د یوې ښځینه چارواکې له لېږلو ډډه وکړه. دغه کړنې یو ځل بیا د «اسلامي امارت» د ادعا او د «جنسيتي بېلتون» پر بنسټ د تبعیضي سیاستونو ترمنځ ژور او نه انکارېدونکی واټن ښکاره کړ او د اسلامي نړۍ د ویښو وجدانونو لپاره یې د خطر زنګ وواهه.
د سرطان د ۲۱مې او ۲۲مې نېټو په ورځو، اسلاماباد د اسلامي همکاریو د سازمان د ښځو د وزیرانو د نهم کنفرانس کوربه وو. دغه غونډه، چې د «د ښځو ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا» تر شعار لاندې جوړه سوه، د تجربو د تبادلې او په اسلامي ټولنو کې د ښځو د ونډې د زیاتولو لپاره د لارو چارو د وړاندې کولو ارزښتناک فرصت و. له ایران او عراق څخه د ښځو په چارو کې د ولسمشرانو مرستیالانو نیولې، د سعودي عربستان، مصر، بنګلهدېش او نایجیریا تر استازو پورې، ټولو په دې غونډه کې ګډون وکړ، څو د ښځو په محوریت د دوامدار پرمختګ د موخو د پرمخ بېولو په برخه کې خپله ژمنتیا څرګنده کړي.
خو په دې منځ کې، تر ټولو څرګند غایب، یعنې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان، په یوه بنسټیزه پوښتنه بدل سوو. هغه هېواد چې د اسلامي همکاریو سازمان د نورو غړو تر څنګ یې بیرغ د غونډې په ځای کې رپېده، دې غونډې ته یې هېڅ رسمي پلاوی، په ځانګړې توګه هېڅ ښځینه استازې ونه لېږله. طالبان، چې بېرته واک ته له رسېدو وروسته یې ښځې له ټولو لوړو دولتي دندو ګوښه کړې او له زدهکړو او کار څخه یې محرومې کړې دي، په عملي توګه د داسې «واک لرونکې ښځینه چارواکې» له شتون څخه بېبرخې دي چې په دې تخصصي غونډه کې ګډون وکړای سي. دغه نشتون یوه اداري پرېکړه نه، بلکې د یوې وېستونکې مفکورې انعکاس دی چې د اسلام له بنسټیزو اصولو او د نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره په ښکاره ټکر کې ولاړه ده.
د شعار او عمل ترمنځ واټن
تر لاسه سوي راپورونه په څرګنده ښايي چې د دې کنفرانس اصلي محور د ښځو پر وړاندې د موجودو ستونزو ارزونه او په سیاسي، اقتصادي او مسلکي ډګرونو کې د هغوی د ونډې د زیاتولو لپاره د لارو چارو وړاندې کول و. ګډونوالو د ډیجیټلي واټن پر راکمولو، د ټکنالوژۍ په برخه کې د لا ډېرو فرصتونو پر رامنځته کولو او په کړکېچنو سیمو کې د ښځو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. د دې غونډې په څنډه کې، د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي مرستیال او د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي هم د افغانستان له وګړو سره د مرستې او د هغوی د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.
خو په مقابل لوري کې، طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر د خپل تفسیر له مخې» د قانون په څېر مقرراتو، چې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې نافذ کړل، او همدارنګه د ۲۰۲۶ کال د جزایي محاکماتو د کړنلارې د مقرراتو له لارې، ښځې له لېسو، پوهنتونونو، دندو او آن له عامه ډګره ایستلې دي. دغو قوانینو د ښځو غږ «عورت» بللی او هغوی یې په عامه ځایونو کې د شعر له ویلو او خبرې کولو څخه منع کړې دي. په داسې شرایطو کې، د ښځو د پیاوړتیا په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون نه یوازې د طالبانو لپاره بېمانا دی، بلکې د هغوی له کورنیو سیاستونو سره په ټکر کې هم دی، او په داسې غونډه کې هر ډول ګډون د ښځو د سیستماتیک ایستلو د سیاست د منلو په معنا ګڼل کېدای سي.
طالبانو خپل حکومت ته د «اسلامي امارت» نوم ورکړی او د شریعت د پلي کولو ادعا کوي. دوی پر ښځو لګېدلي محدودیتونه د اسلام له خپل تفسیر څخه راولاړ بولي. دغه ادعا تر ټولو ستره فکري او دیني ننګونه ده چې باید ورته ځواب ورکړل سي. ایا له شپږم ټولګي پورته د انجونو د زدهکړو منع کول او له پوهنتونونو څخه د ښځو محرومول په سپېڅلي اسلام کې ریښه لري، که د طالبانو د نارینهواکۍ د کلتور پایله ده؟
د قرآن کریم او نبوي سنت روښانه ځواب دغه کړنې په کلکه ردوي:
د اسلام سپېڅلی دین د علم زدهکړه د هر مسلمان نارینه او ښځې ګډه دنده او فریضه بولي. رسول اکرم (ص) فرمایي: «طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِیضَةٌ عَلَى کُلِّ مُسْلِمٍ». دغه مبارک حدیث، پرته له هر ډول جنسیتي توپیر څخه، د ټولو مسلمانانو لپاره د علم زدهکړې پر اړتیا ټینګار کوي. د انجونو د زدهکړو مخنیوی نه یوازې له دې الهي فریضې سره په ټکر کې دی، بلکې ټولنه د ناپوهۍ او وروسته پاتې والي پر لور بیايي.
د اسلامي همکاریو سازمان په اسلاماباد کې د انجونو د زدهکړو په اړه په پخواني کنفرانس کې، د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي محمد بن عبدالکریم العیسی په څرګنده ویلي وو چې ښځې له زدهکړو محرومول او دا کار اسلام ته منسوبول «په بشپړه توګه ناسم» دي.
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
«وَلَقَدْ کَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ» (د اسراء سورت، ۷۰ آیت)
د انسان کرامت ذاتي او له منځه تلونکی نه دی، او دا د جنسیت یا ټولنیز مقام پورې تړاو نه لري. طالبان د ښځو د عقل او ارادې ارزښت کموي او هغوی داسې موجودات ګڼي چې باید له عامه سترګو پټ وساتل سي؛ په دې توګه د الله تعالی ورکړل سوی کرامت تر پښو لاندې کوي.
هغوی د هغو قوانینو له لارې چې ښځې بشپړ مخ او بدن پټولو ته اړ باسي او له خبرې کولو څخه یې منع کوي، نه یوازې د انسان کرامت ته زیان رسوي، بلکې د قرآن کریم د هغو لارښوونو له روح سره هم خیانت کوي چې پر زغم، نېکۍ او عدالت ولاړې دي.
د رسول اکرم (ص) ژوند او له خپلو مېرمنو او لوڼو سره د هغه چلند، د اسلامي ټولنې لپاره تر ټولو غوره بېلګه ده.
ایا هغه قوانین چې د ښځې غږ هم عورت بولي او د زدهکړې او کار حق ترې اخلي، له نبوي لارې سره سمون لري؟
بلکل نه.
د بشري حقونو د یوه فعال په وینا، طالبان د دغو کړنو له لارې غواړي «جنسیتي بېلتون» رامنځته کړي او ښځې په بشپړه توګه له ټولنیز ډګره ورکې کړي.
د اسلامي همکاریو د سازمان د وزیرانو نهم کنفرانس په اسلاماباد کې، تر دې چې یوازې د ښځو د پیاوړتیا لپاره یوه غونډه وي، د اسلامي نړۍ د پرمختګ غوښتونکو هېوادونو او د طالبانو په څېر د تړلو او بشپړ واک غوښتونکو حکومتونو ترمنځ د ژور واټن بشپړ انځور وړاندې کاوه. په دې کنفرانس کې د افغانستان د ښځینه استازې نشتون، یوه اداري کمزوري یا ساده غفلت نه و؛ بلکې د یوه داسې وېستونکي نظام رسمي څرګندونه وه چې په هغه کې ښځې د ټولنې د نیمایي برخې په توګه نه، بلکې داسې موجودات ګڼل کېږي چې ټولنیز هویت نه لري.
اسلامي نړۍ او نړیوال بنسټونه یو ځل بیا له دې تریخ حقیقت سره مخامخ سول چې تر هغې چې د طالبانو په څېر یو حکومت د «اسلامي امارت» نوم پر داسې نظام اېږدي چې د «جنسیتي بېلتون» پر بنسټ ولاړ وي، د پرمختګ او یووالي هر ډول هڅې به له بنسټیزو ستونزو سره مخامخ وي.
د دې بېعدالتۍ پر وړاندې چوپتیا، نه یوازې د افغانستان د ښځو او انجونو د کړاوونو د دوام معنا لري، بلکې په نړیواله کچه د اسلام سپېڅلي دین اعتبار ته هم زیان رسوي. اوس هغه وخت رارسېدلی چې د اسلامي نړۍ ویښ وجدانونه، له شعارونو پورته، په یوې ټینګې او دوامدارې ګډې پرېکړې سره طالبان له ننګونو سره مخ کړي او هغوی د قرآن کریم او نبوي سنت د رښتینو اصولو پلي کولو ته راوبولي؛ هغه اصول چې د ښځو د کرامت او حقونو له درناوي څخه ډک دي.
د افغانستان راتلونکی د ښځو او انجونو پر وړاندې د ظالمانه محدودیتونو د درولو او د عدالت، علم او انساني کرامت پر بنسټ انساني او اسلامي لارې ته د بېرته ستنېدو سره تړلی دی.
لیکوال: م. کهریزنوۍ



