فصیحالدین فطرت، د طالبانو د پوځ لوی درستیز، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې ښايي جمعهخان فاتح، د بدخشان د نسي ولسوالۍ پخوانی ولسوال، هم له هغه سره کابل ته ولېږدول سي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې جمعهخان فاتح تر دې وړاندې په نسي ولسوالۍ کې په یوه وینا کې ویلي وو، که طالبان د هغه د نیولو پرېکړه وکړي، دی به ورسره مقاومت ونه کړي، ځکه چې نوموړی ځان د طالبانو د حکومت یوه برخه ګڼي او ځان ترې جلا نه بولي.
د جمعهخان فاتح او د طالبانو د مشرۍ ترمنځ اختلافونه په وروستیو اوونیو کې د ځینو موضوعاتو له امله زیات سوي وو، چې پکښې سیمهییزې ټاکنې، د سرو زرو د غیر قانونی راایستلو د بندیز د فرمان پلي کول، او د بدخشان د سیمهییزو طالب ځواکونو بې وسلې کول شامل وو؛ هغه ځواکونه چې د حکومت په رسمي جوړښت کې دنده نه لري.
په تېرو ورځو کې هم د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت، جمعهخان فاتح د بدخشان مرکز ته بیولی وو، څو په دغه ولایت کې د طالبانو له والي سره لیدنه او خبرې اترې وکړي.
خو تر اوسه لا روښانه نه ده چې ایا جمعهخان فاتح د سرو زرو د غیر قانونی راایستلو د درولو او تر خپل واک لاندې ځواکونو د بې وسلې کولو له پرېکړې سره هږکړه کړې ده که نه.



