نصیراحمد فایق: له سزا نه د معافیت کلتور په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل دی

نصیراحمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست، ویلي چې د وژنو، جنسي تېریو او جبري ودونو زیاتوالی د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې د سزا نه د معافیت د کلتور پایله ده.
نصیراحمد فایق: له سزا نه د معافیت کلتور په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل دی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وايي، په افغانستان کې د جنسي تېریو، ناڅرګندو وژنو، له قضايي پرېکړې پرته اعدامونو او جبري ودونو د پېښو د اندېښمنوونکي زیاتوالي لامل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له سزا نه د معافیت د کلتور پراخېدل دي.

هغه د دوشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۲مه، په خپله ایکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره ټینګار کړی چې رښتینې امنیت یوازې د جګړې او وسله‌والې نښتې د نه شتون په معنا نه دی، بلکې هغه مهال منځته راځي چې وګړي د قانون د واکمنۍ، عدالت او حساب‌ورکونې تر سیوري لاندې، د وژنې، جنسي تېري، انسان تښتونې او د تاوتریخوالي د نورو بڼو له وېرې پرته ژوند وکړي.

فایق زیاته کړه چې افغانستان نن تر بل هر وخت له داسې امنیت څخه بې‌برخې دی او ښځې، ماشومان او نور زیان‌منونکي کسان د دې وضعیت تر ټولو دروند زیان زغمي.

د هغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبان تل په افغانستان کې د ټولیز امنیت د تأمین ادعا کوي. خو په وروستیو کلونو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د ناڅرګندو وژنو، جنسي تېریو، غلاوو، انسان تښتونو، د وګړو د نادرکه کېدو او د بشري حقونو د نقض د نورو پېښو ګڼ راپورونه خپاره سوي دي؛ هغه پېښې چې د افغانستان د امنیتي او بشري حقونو د وضعیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x