افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ مرستیال سفر

په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت کابل ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ، پارلماني چارو او ایرانیانو د مرستیال د رسېدو خبر ورکړی او ټینګار یې کړی چې دغه سفر د قونسلۍ همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د وګړو اړوندو موضوعاتو د څېړنې په موخه ترسره کېږي.
افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ مرستیال سفر

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت کابل ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ، پارلماني چارو او ایرانیانو د مرستیال ، وحید جلال‌زاده د سفر خبر ورکړی دی.

د ایران د سفارت د اعلان له مخې، جلال‌زاده د دوشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی دی، څو د ایران او افغانستان د قونسلۍ ګډ کمېسیون په پنځمه غونډه کې ګډون وکړي او د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره لیدنه وکړي.

په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د دغه سفر پر مهال به د قونسلۍ همکاریو، د وګړو ترمنځ اړیکو، امنیتي موضوعاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او څېړنې وسي.

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ مرستیال سفر د قونسلۍ همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د وګړو اړوندو موضوعاتو ته د رسېدنې په موخه ترسره سوی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x