د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمېسیون اعلان کړی چې پاکستان یوازې په یوه ورځ کې ۴ زره او ۳۷ افغان وګړي ایستلي دي؛ دا اقدام د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا د قانوني اسنادو نه لرونکو بهرنیو وګړو د وتلو لپاره د ټاکل سوې مودې له پای ته رسېدو دوه ورځې وروسته ترسره سوی دی.
دغه کمېسیون د دوشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۲مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایستل سوي کډوال د ننګرهار ولایت د تورخم او د کندهار ولایت د سپینبولدک له سرحدي لارو افغانستان ته داخل سوي دي. د دغه بنسټ په وینا، په همدې وخت کې ۶۳ افغان وګړي له ایران څخه هم ایستل سوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پرېکړې له مخې، د جمعې له ورځې، د سرطان له ۱۹مې (د جولای ۱۰مې) څخه ټول هغه افغان وګړي چې معتبره ویزه یا د قانوني اوسېدو اجازه ونه لري، د نیول کېدو او ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
پاکستان له طالبانو سره د کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، په تېر یو کال کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په څرګند ډول چټک کړی دی. طالبانو څو ځله اعلان کړی چې اسلاماباد د کډوالو موضوع د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کاروي.
په همدې حال کې، د خیبر پښتونخوا پولیسو د بېاسنادو کډوالو د نیولو د نویو عملیاتو د پیل خبر ورکړی دی. د دغه بنسټ په وینا، د دغو عملیاتو په لومړي پړاو کې د چارسدې ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۴۷ افغان کډوال نیول سوي دي.
د پاکستان سیمهییزو چارواکو ویلي چې نیول سویو کسانو د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل او له لومړنیو پړاوونو وروسته د پېښور د کډوالو لنډمهاله ساتنې مرکز ته لېږدول سوي دي، څو د هویت له ثبت او قانوني بهیر له بشپړېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته بېرته ولېږدول سي.
په همدې حال کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له نیمایي څخه د ۲۰۲۶ کال د مې تر ۳۰مې پورې، شاوخوا شپږ میلیونه او ۴۰ زره افغان وګړي هېواد ته بېرته ستانه سوي دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د بېرته ستنېدو د دې څپې چټکتیا او پراخوالی، په افغانستان کې پر استوګنځایونو، عامه خدمتونو، د ژوند د برابرولو فرصتونو او د کوربه ټولنو پر وړتیاوو دروند فشار راوستی او د بېرته ستنېدونکو د بیا یوځای کېدو بهیر یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
همدارنګه، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې تر اوسه نږدې درې میلیونه افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه کړل سوي دي.
په همدې حال کې، په پاکستان کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي وايي چې د نیولو او ایستلو د زیاتېدو له امله د وېرې، بېبرخلیکۍ او ناامنۍ په حالت کې ژوند کوي او خبرداری ورکوي چې که افغانستان ته بېرته ولېږدول سي، د ډېرو کسانو ژوند به له ګواښ سره مخ سي.




