په ورته وخت کې د منځنۍ آسیا د سوداګریزو لارو د ګډوډۍ د زیاتېدو او له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله، افغانستان له جدي اقتصادي فشارونو سره مخ سوی دی.
په یو شمېر ولایتونو کې وګړي د خوراکي توکو او اړینو درملو د بیو د لوړوالي شکایت کوي او وایي چې د ډېرو لومړنیو توکو د پېرلو توان یې له لاسه ورکړی دی.
له بلې خوا، طالبانو تر اوسه د وګړو د معیشتي وضعیت د ښه کولو لپاره کوم واضح او عملي پروګرام نه دی وړاندې کړی؛ دا موضوع د اقتصادي بحران د لا ژورېدو اندېښنې زیاتوي.
افغانستان سره له دې چې د طبیعي زېرمو او پراخو کاني سرچینو لرونکی هېواد دی، لا هم په بحراني حالت کې د خپلو اتباعو اساسي اړتیاوو ته ځواب نه سي ویلای. اقتصادي کارپوهان باور لري چې د سیاسي ثبات نشتوالی او پر بهرنۍ مرستو اوږدمهاله تکیه د افغانستان د اقتصادي ستونزو د دوام اصلي عوامل دي.
عبدالناصر رشتیا ، اقتصادي شنونکی ، له معمار خبري اژانس سره په خبرو کې ویلی چې افغانستان د لسیزو جګړو او بېثباتۍ له امله تر ډېره پر بشري مرستو متکي پاتې سوی او په دې موده کې د کورني اقتصاد د پراختیا او د تولیدي زیربناوو د پیاوړتیا ته لږ پام سوی دی.
د هغه په وینا، تر هغه چې په هېواد کې سیاسي ثبات او دوامداره اقتصادي پلان جوړونه رامنځته نه سي، افغانستان به د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ وي.




