د قائد امت، شهید رهبر امام سید علي حسيني خامنهيي (رحمهالله) د یاد او د بلخاب د خلکو د کمونیستي ځواکونو پر وړاندي د پاڅون د کلیزې د لمانځنې مراسم د «میثاق با صادقان» تر عنوان لاندې، د علماوو، فرهنګيانو، ځوانانو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو په پراخ ګډون سره د مشهد په مدرسه علمیه حضرت قائم (عج) کې ترسره سول.
د قائد امت، شهید رهبر امام سید علي حسيني خامنهيي (رحمهالله) د یاد او د بلخاب د خلکو د کمونیستي ځواکونو پر وړاندي د پاڅون د کلیزې د لمانځنې مراسم د «میثاق با صادقان» تر عنوان لاندې، د علماوو، فرهنګيانو، ځوانانو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو په پراخ ګډون سره د مشهد په مدرسه علمیه حضرت قائم (عج) کې ترسره سول.
د معمار ټلویزیون د خبریال د راپور له مخې، د دې پروګرام تنظیموونکو ویلي چې د دغه غونډې د جوړېدو موخه د مقاومت د روحیې ژوندی ساتل، د شهید رهبر له آرمانونو سره د بیا ژمنې تازه کول، د تېرو سرښندونو درناوی او د ټولنیز یووالي او همغږۍ پیاوړتیا ده.
په دې مراسمو کې ویناوالو د بلخاب د تاریخي پاڅون د شهیدانو د یاد او خاطرو په درناوي سره د دې سیمې د خلکو درېدل د دیني ارزښتونو او خپلواکۍ د دفاع یو سمبول یاد کړ او د دې حماسې راتلونکو نسلونو ته د لېږد او د شهیدانو د آرمانونو د ساتنې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
حجتالاسلام انصاري، د بلخاب د پاڅون له فعالانو څخه، په خپلو خبرو کې د هغه وخت د سیاسي وضعیت په اړه وویل چې د ۷ ثور د کودتا وروسته او د دیموکراتیک خلق نظام د واک ته رسېدو په دوره کې د حکومت پروګرامونه د افغانستان د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له غبرګون سره مخ سول.
د هغه په وینا، د بلخاب خلکو په داسې حساسو شرایطو کې د علماوو او علمي شخصیتونو په لارښوونه مقاومت ته مخه کړه او دا حرکت تر نورو ولسوالیو هم وغځېد.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د دې پاڅون د سمې پېژندنې لپاره باید د افغانستان په ټولنیز او تاریخي بستر کې د هغې د رامنځته کېدو شرایطو او لاملونو ته پاملرنه وسي.
په دوام کې، حجتالاسلام اکبري د ۱۳۵۸ کال د حمل ۲۴مه په درناوي سره یاده کړه او دا ورځ یې د بلخاب د خلکو د مبارزو په تاریخ کې یو مهم پړاو وباله او ویې ویل: د بلخاب د دینپاله خلکو پاڅون د شوروي اتحاد په ملاتړ د حکومت پر وړاندي، تل به د تاریخ په حافظه کې پاتې وي.
هغه د جګړې د پایلو په یادولو سره د میلیونونو افغانانو د بېځایه کېدو یادونه وکړه او له نړیوالو بنسټونو یې د حساب ورکولو غوښتنه وکړه.
اکبري همدارنګه د افغانستان د خلکو مقاومت د نړۍ د عامه افکارو د پاملرنې جلبولو او له هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د زمینې برابرولو عامل وباله او د علماوو د رهبرۍ رول یې، په ځانګړي ډول د آیتالله عالمي بلخي، د دې حماسې په رامنځته کېدو کې مهم وباله.
ډاکټر مصباح، د دې مراسمو بل ویناوال، په افغانستان کې د مارکسیستي حکومت له واک ته رسېدو وروسته د خلکو د مبارزو د نوې مرحلې پیل ته په اشارې سره وویل: دا جهادي بهیر د ۱۴ کلونو لپاره دوام وکړ او په پای کې د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه د مارکسیستي حکومت پر سقوط او د شوروي د پوځ پر ماتې پای ته ورسېد.
هغه همدارنګه د افغانستان د ولسي پاڅونونو پر سیمهییزو بدلونونو د اغېز اخیستلو یادونه وکړه او ځینې تاریخي پېښې یې د عامه بیدارۍ په رامنځته کېدو کې مهمې وبللې.
دغه مراسم د علماوو او طلابو د ټولګې، محصلینو، فرهنګيانو، مذهبي ډلو او په مشهد کې د مېشت بلخابي کډوالو په ګډون ترسره سول.
د ۱۳۵۷ کال د ثور د ۷مې کودتا سره په افغانستان کې د کمونیستي رژیم پر وړاندي ولسي پاڅونونه د هېواد په ډېرو ولایتونو کې اور واخېست. وروسته له دې چې د واکمنو کمونیستانو اصلي څېره څرګنده سوه، دیني علماوو خلک د شوروي د لاسپوڅي کمونیستي حکومت پر وړاندي پاڅون ته راوبلل، چې د ۱۳۵۸ کال د حمل په ۲۴مه د مارکسیستي حکومت پر وړاندې د بلخاب د خلکو پاڅون هم له همدې پاڅونونو څخه یو وو.




