ګوتریش: نړیوال بحرانونه د ماشومانو راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی

انټونیو ګوتریش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، وايي چې هر ماشوم حق لري چې په سوله، روغتیا او امنیت کې ژوند وکړي.
انټونیو ګوتریش، د ملګرو ملتونو سرمنشي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ انټونیو ګوتریش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، وايي چې هر ماشوم حق لري چې په سوله، روغتیا او امنیت کې ژوند وکړي.

ګوتریش د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۱مه، په ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې د ماشومانو د فقر زیاتوالی، جګړې، اقلیمي شاکونه او د ژوندي پاتې کېدو د خدماتو د بودجې کمښت ماشومانو ته د ښه راتلونکي د لرلو فرصت ورڅخه اخلي.
هغه ټینګار کړی دی چې د ماشومانو حقونه باید د عملي اقداماتو او اړینو پانګونو له لارې وساتل شي او تضمین شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه پر دې اړتیا ټینګار کړی دی چې د ماشومانو د ژوند شرایطو ته پاملرنه وشي او د هغوی د روغتیا، امنیت او راتلونکي د ساتنې لپاره بنسټیز خدمات برابر شي.

اړوند مطالب:

بیشتر بخوانید:  روسیه: د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي باید د کال تر پایه پورې وټاکل شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x