په افغانستان کې د ناامنۍ او هدفي وژنو د زیاتېدو په لړ کې، په ننګرهار کې سیمهييزې سرچینې وایي چې یوه ښځینه ډاکټره په دې ولایت کې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل سوې ده.
د سرچینو په وینا، ډاکټره ګلالۍ د یکشنبې په ماښام د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ د شیخ مصري په ښارګوټي کې ، په خپل کور کې د وسلهوالو کسانو تر برید لاندې راغله او ووژل سوه.
سرچینې وایي چې ډاکټرې ګلالۍ د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ په یوه روغتیايي مرکز کې، چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، دنده ترسره کوله. د هغوی په وینا، بریدګرو د نوموړې کور ته له ننوتلو وروسته هغه ووژله.
سرچینو همداراز زیاته کړې چې د دې برید پر مهال د ډاکټرې ګلالۍ پلار هم وهل سوی او لاس یې مات سوی دی.
د سرچینو په وینا، ډاکټرې ګلالۍ څو میاشتې وړاندې په یوه غږیز پیغام کې د طالبانو د ځینو غړو د هغو کړنو شکایت کړی وو چې هغې نامشروع غوښتنې بللې وې.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د جنايي جرمونو او هدفي بریدونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې لا هم روانې دي. د دې راپور تر خپرېدو پورې طالبانو د دې وژنې د انګېزې یا د احتمالي عاملانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.




