طالبانو په ننګرهار کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړ

طالبانو اعلان کړی چې د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې یې د اووه میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه کړې او ګټې اخیستنې ته یې سپارلې ده.
ننگرهار؛ ساخت اردوگاه برای بازگشت مهاجرین افغانستانی

طالبانو اعلان کړی چې د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې یې د اووه میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه کړې او ګټې اخیستنې ته یې سپارلې ده.

د طالبانو اړوند باختر خبري آژانس د جوزا په درېیمه، د یکشنبی په ورځ راپور ورکړی چې دا پروژه په ننګرهار کې د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري پلې سوې او ۷.۳ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د طالبانو د ادعا له مخې، د دغې اوبو رسولو شبکې په بشپړېدو سره د سیمې شاوخوا ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې سوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) مخکې اعلان کړی وو چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لا هم په افغانستان کې د زیانمنو کورنیو له اساسي اړتیاوو څخه شمېرل کېږي.

د افغانستان په ډېرو لیرې پرتو سیمو کې کورنۍ لا هم پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د څښاک اوبو د برابرولو لپاره اړ دي اوږدې لارې په پښو ووهي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x