د معافیت ورکونې نړیوالې اونۍ په مناسبت د روغتیا نړیوال سازمان: خپل ماشومان واکسین کړئ

د روغتیا نړیوال سازمان د « دمعافیت ورکونې نړیوالې اونۍ» په مناسبت له افغان وګړو غوښتي چې د خپلو ماشومانو د روغتیا د ساتنې لپاره هغوی واکسین کړي.
د معافیت ورکونې نړیوالې اونۍ په مناسبت د روغتیا نړیوال سازمان: خپل ماشومان واکسین کړئ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د « دمعافیت ورکونې نړیوالې اونۍ» په مناسبت له افغان وګړو غوښتي چې د خپلو ماشومانو د روغتیا د ساتنې لپاره هغوی واکسین کړي.

دغه سازمان په خپلې رسمي ایکس پاڼې کې لیکلي چې په افغانستان کې لا هم ډېر ماشومان د اړتیا وړ عادي واکسینونه نه دي ترلاسه کړي، حال دا چې دغه واکسینونه د انسانانو د ژوند په ژغورنه کې مهم رول لري.

په اعلامیه کې راغلي: «نږدې روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو ماشوم بشپړ واکسین سوی او د ناروغیو پر وړاندې خوندي دی.»

د معافیت ورکونې نړیواله اونۍ هر کال د اپرېل په وروستیو ورځو کې (له ۲۴ تر ۳۰ اپرېل پورې) لمانځل کېږي. دا یوه نړیواله روغتیایي هڅه ده چې موخه یې د خلکو پوهاوی زیاتول او د ناروغیو د مخنیوي لپاره د واکسین کارولو ته هڅول دي.

د دې کمپاین اساسي موخه د واکسین پوښښ پراخول او د بېلابېلو عمرونو لرونکو خلکو د هغو ناروغیو پر وړاندې ساتنه ده چې د واکسین له لارې مخنیوی یې کېدای سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x