د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې کابل ته د دیپلوماتانو او بهرنیو پلاویو وروستی سفر د دې ښکارندوی دی چی دا ډله په پراخه کچه منل شوې دي. د طالبانو ویاند په یوه پیغام په ایکس کې لیکلي چې په دې وروستیو کې کابل له یو شمېر ډیپلوماټیکو استازو او بهرنیو استازو سره لیدلي دي. مجاهد زیاته کړه چې په دغو کې له طالب چارواکو سره د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستیال او ورسره ملګري پلاوي او همدارنګه د روسیې، مالیزیا، قزاقستان، ترکمنستان او اروپايي ټولنې د ډیپلوماټانو لیدنه د پام وړ ده. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان اوس له سیاسي او اقتصادي پلوه د پرمختګ په حال کې دی.

- 56
- کې خپور شو 3:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 8368
- 6 ثور 1403
- کې خپور شو 3:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 8368
- 6 ثور 1403
- خبرونه
- تازه تازه 15:15 - 6 ثور 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8368
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( شنبه د ۱۴۰۴ کال د اسد 3)
13:15 - 3 اسد 1405

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، اسد ۳
13:13 - 3 اسد 1405


په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنجشنبه، اسد ۱
16:13 - 1 اسد 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها