دین محمد حنیف، د طالبانو د اقتصاد وزیر، د یوناما د دفتر له مشرې رباب فاطمې سره په کتنه کې د بندیزونو او اقتصادي محدودیتونو د لغوه کولو او د افغانستان د اسعارو د زېرمو د آزادولو غوښتنه وکړه. په دې کتنه کې د اقتصادي وضعیت، بشردوستانه او پراختیایي همکاریو د پراخولو، د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل د ښه والي په اړه خبرې اترې وشوې.
حنیف د بنسټیزو جوړښتونو، کورنیو تولیداتو، صادراتو او د ملي پیسې د ثبات په برخه کې پرمختګ ته په اشارې سره پر اقتصادي محدودیتونو د لرې کولو ټینګار وکړ او د وچکالۍ، اقلیمي بدلونونو، فقر او بېکارۍ ته په اشارې سره یې د نړیوال ملاتړ زیاتولو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې مرستې باید په تدریجي ډول له بیړنیو مرستو څخه پایدارې پراختیایي پروګرامونو، اشتغال او ځانبساینې ته واوړي.
رباب فاطمې هم د بشردوستانه او پراختیایي همکاریو د دوام، د خصوصي سکتور ملاتړ او د زیاتو مالي سرچینو د جذب ډاډ ورکړ او پر طالبانو د بنسټونو سره د همغږۍ د پیاوړتیا او سیاسي تعامل د ښه والي ټینګار وکړ.
دا کتنه په داسې حال کې ترسره شوه چې نړیوال بانک وړاندوینه کړې ده چې د افغانستان اقتصاد به سږ کال درې سلنه وده وکړي، خو د نفوس د چټک زیاتوالي له امله به سرانه تولید ۳.۳ سلنه راټیټ شي.




