د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ، امیرخان متقي د بنګلهدېش د پارلمان له رئیس ، حفیظالدین احمد سره په تهران کې ولیدل او د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لارې، په ځانګړي ډول د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د سوداګریزو تبادلو د کچې د لوړولو موضوع وڅېړله.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو موجودو ظرفیتونو ته په اشارې سره د دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو پوتانسیل اړین وباله او ټینګار یې وکړ چې د دغو فرصتونو څخه استفاده کولای سي د کابل او ډاکا ترمنځ د اقتصادي ودې او سوداګریزو اړیکو پراختیا سره مرسته وکړي.
له بلې خوا، حفیظالدین احمد د افغانستان او بنګلهدېش اړیکې اوږدمهالې او دوستانه وبللې او څرګنده یې کړه چې د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې بهیر کولای سي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو او پانګونې د پراختیا لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.
دواړو لورو همدارنګه د اقتصادي تعاملاتو د پیاوړتیا او د موجودو ظرفیتونو څخه د ګډو همکاریو د پراختیا پر ارزښت ټینګار وکړ.



