د افغانستان او ایران د شرکتونو ترمنځ د درې همکاریو د هوکړه‌لیکونو لاسلیک

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په اقتصادي مېلمستیا کې، چې د افغانستان او ایران له ۲۰۰ څخه زیاتو اقتصادي فعالانو، صنعتکارانو او پانګه‌والو ګډون کړی وو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګونې همکاریو د پراختیا لارې وڅېړل سوې او د خصوصي سکټور د شرکتونو ترمنځ درې د همکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک سول.
د افغانستان او ایران د شرکتونو ترمنځ د درې همکاریو د هوکړه‌لیکونو لاسلیک

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت اعلان کړی چې د دې سفارت په اقتصادي مېلمستیا کې د افغانستان او ایران له ۲۰۰ څخه زیات اقتصادي فعالانو، صنعتکارانو او پانګه‌والو ګډون کړی وو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې پروګرام په جریان کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د ساختماني صنایعو، درمل جوړونې، لابراتواري تجهیزاتو، خوراکي صنایعو، د بیټرۍ جوړونې او تخنیکي او انجنیري خدماتو په برخو کې تخصصي ناستې او لیدنې ترسره سوې او دواړو لورو د ګډې همکارۍ او پانګونې فرصتونه او ظرفیتونه وڅېړل.

دا پروګرام د افغانستان او ایران د خصوصي سکټور د شرکتونو ترمنځ د درې همکاریو د هوکړه‌لیکونو په لاسلیک پای ته ورسېد. د دې هوکړه‌لیکونو موخه د خصوصي سکټور د همکاریو پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو وده بلل سوې ده.

د ورکړل سویو معلوماتو له مخې، لاسلیک سوي درې هوکړه‌لیکونه په عمده ډول د ساختماني موادو په تولید، د طبي تجهیزاتو په وارداتو او د لمرېزې انرژۍ په برخه کې په ګډه پانګونه متمرکز وو.

ویل کېږي چې افغانستان او ایران په وروستیو کلونو کې د ګډو اقتصادي ناستو، سوداګریزو نندارتونونو او د خصوصي سکټور د فعالانو د لیدنو له لارې هڅه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو کچه لوړه کړي او د ګډو پروژو د پلي کېدو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

همدارنګه، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ حجم په وروستیو کلونو کې د ودې په حال کې دی او د دواړو لورو چارواکو تل د دې حجم پر زیاتوالي او د مبادلاتو د توکو د تنوع پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x