په کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ د پنځم نړیوال نندارتون جوړېدل

د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت د چارواکو، د خصوصي سکټور د استازو او اقتصادي فعالانو په ګډون پرانیستل سوو.
په کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ د پنځم نړیوال نندارتون جوړېدل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت د چارواکو، د خصوصي سکټور د استازو او اقتصادي فعالانو په ګډون پرانیستل سوو.

د نندارتون د جوړوونکو په وینا، سلګونو تولیدي، صنعتي او سوداګریز شرکتونو په دې نندارتون کې خپل تولیدات د خوراکي صنایعو، ساختماني توکو، لاسي صنایعو، صنعتي تجهیزاتو، غالیو، ساختماني ډبرو او نورو کورنیو تولیداتو په برخو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

دا نندارتون د دولتي ادارو او خصوصي سکټور په همکارۍ جوړ سوی او جوړوونکو یې موخه د کورنیو تولیداتو د وړتیاوو پېژندنه، د پانګونې راجلبول، د تولیداتو لپاره بازارموندنه او د کورنیو او بهرنیو صنعتکارانو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو پراخول بللي دي.

احمد نبي‌زاده، د افغانستان د صنعت او کانونو خونې رئیس، د پرانیستې په مراسمو کې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د نورو برخو ترڅنګ د کانونو د پروسس په برخه کې هم پانګونه وکړي. هغه وویل، افغانستان یوازې د خامو موادو سرچینه نه ده، بلکې دا وړتیا هم لري چې په یوه ستر صنعتي او اقتصادي بازار بدل سي.

په همدې حال کې، د طالبانو د رئیس‌الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي، د هغه څه له امله نیوکه وکړه چې ده د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې او بزګرانو ته د بدیلو کښتونو د برابرولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ نشتوالی وباله. هغه وویل، سره له دې چې د نشه‌یي توکو کر منع سوی، خو تر اوسه نړیوالې ټولنې په دې برخه کې د پام وړ مرسته نه ده کړې.

حنفي همدارنګه د کورنیو پانګوالو د ملاتړ پر موضوع د طالبانو د حکومت د ټینګار په یادولو سره وویل چې د صنعتکارانو او سوداګرو لپاره پراخې اسانتیاوې برابرې سوې دي او افغانستان اوس په ډېرو برخو کې پر ځان‌بسیا سوی دی.

هغه د طالبانو د مشر د یوه فرمان په یادولو سره زیاته کړه چې هغه افغان سوداګر چې له هېواده بهر ژوند کوي، که په هېواد کې پانګونه وکړي، تر پنځو کلونو پورې به له مالیې ورکولو معاف وي، د هغوی پر ماشین‌آلاتو به ګمرکي تعرفه نه لګېږي او وړیا ځمکه به هم ورسپارل کېږي.

د طالبانو د رئیس‌الوزرا اداري مرستیال همدارنګه ادعا وکړه چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت تأمین سوی او وګړي کولای سي په ډاډه زړه د هېواد ټولو سیمو ته سفر وکړي. حنفي د امنیت ټینګښت د طالبانو د حکومت له «سترو لاسته راوړنو» څخه وباله او ویې ویل چې د پخوا په پرتله اوس د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د تګ راتګ او سفر زمینه برابره سوې ده.

هغه وویل، وګړي اوس کولای سي پرته له اندېښنې په ټول هېواد کې تګ راتګ وکړي او له اوسني امنیتي وضعیت څخه ګټه واخلي.

 نورو ویناوالو، چې د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال هم پکښې شامل وو، د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ او د هېواد دننه د تولید سویو توکو پر زیات استعمال ټینګار وکړ.

د دغه نندارتون جوړېدل په داسې حال کې دي چې د نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي، په افغانستان کې هر کس عاید د مې میاشتې په اوږدو کې ۵.۶ سلنه راکم سوی دی.

د دغه راپور له مخې، د مې میاشتې په ترڅ کې د افغانستان صادرات ۷۹.۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تېرې میاشتې په پرتله ۱۷ سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه کموالی ښايي.

نړیوال بانک همدارنګه اعلان کړی چې د افغانستان د وارداتو ارزښت نږدې ۹۷۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د اپرېل میاشتې په پرتله ۱۱ سلنه او د تېر کال په پرتله ۱۶ سلنه کمښت څرګندوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x