د افغان-ترانس د اورګاډي پټلۍ د پروژې لګښت ۷ میلیاردو ډالرو ته ورسید

جسوربیک چورییف، د ازبکستان د ترانسپورت وزارت مرستیال، اعلان کړی چې د افغان-ترانس د اورګاډي پټلۍ د پروژې د جوړولو اټکلي لګښت، چې ازبکستان، افغانستان او پاکستان سره نښلوي، له ۷ میلیاردو ډالرو څخه زیات سوی دی.

هغه د «تاشکند د نړیوالې پانګونې غونډې» په جریان کې، چې د جون په ۱۸مه نېټه ترسره سوه، وویل چې چې د دې پروژې د عملي کېدو د امکان د څېړنې او بشپړولو بهیر لا هم روان دی او تمه کېږي چې د ۲۰۲۶ میلادي کال تر پایه به بشپړ سي.

چورییف زیاته کړه چې د دې پروژې د پلي کولو پخواني اټکلونه شاوخوا ۴.۸ میلیارد ډالر وو، خو د نويو ارزونو پر بنسټ اوس د دې لګښت له ۷ میلیاردو ډالرو څخه زیات اټکل سوی دی.

د هغه په وینا، ګڼو هېوادونو په دې پروژه کې د برخه‌اخیستنې لپاره علاقه ښودلې ده او په اوس وخت کې د متحده عربي اماراتو او قطر له احتمالي شریکانو سره د دې طرحې د تمویل او پلي کولو په اړه خبرې اترې روانې دي.

د افغان-ترانس د اورګاډي پټلۍ پروژه د سیمې له مهمو زیربنايي طرحو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د منځنۍ آسیا، افغانستان او د پاکستان د بندرونو ترمنځ د یوې اورګاډي لارې جوړول دي؛ داسې لاره چې کولای سي د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x