د طالبانو تر ادارې لاندې د هلمند د صنایعو او کانونو خونې اعلان کړی چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې شاوخوا ۸۰ زره مټریک ټنه پنبه له دې ولایت څخه بهرنیو بازارونو ته صادره سوې ده، او تمه کېږي چې دا کچه په راتلونکو میاشتو کې لا زیاته سي.
رحمت الله نظري ، د طالبانو تر ادارې لاندې د هلمند د صنایعو او کانونو خونې رئیس، ویلی چې پخوا د دې ولایت د تولید سوې پنبې ډېره برخه پاکستان ته لېږدول کېده او له پروسس او بستهبندۍ وروسته به نړیوالو بازارونو ته وړاندې کېده. د هغه په وینا، اوس مهال د پنبې پروسس او بستهبندي د افغانستان دننه او د نړیوالو معیارونو له مخې ترسره کېږي.
نظري همدارنګه څرګنده کړې چې په وروستیو میاشتو کې یې چین، ترکیې، ایران، ازبکستان او بنګلهدېش ته سفرونه کړي دي. د هغه په وینا، د دغو سفرونو موخه د هلمند د پنبې پېژندنه، د نويو بازارونو موندل او د سیمې او نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراخول وو.
د راپور له مخې، په هلمند کې د پنبې د پروسس د کارخونو پراختیا د دې محصول کیفیت ښه کړی او نړیوالو بازارونو ته یې د رسېدو زمینه برابره کړې ده.
بل لور ته، د هلمند یو شمېر کروندګرو د پنبې د صادراتو له زیاتوالي هرکلی کړی دی. هغوی وایي چې بهرنیو بازارونو ته لاسرسی به د پنبې بیې لوړې کړي، د محصولاتو پلور به پیاوړی کړي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت به ښه کړي.
هلمند د مناسب اقلیم او حاصلخېزو ځمکو له امله د افغانستان د پنبې د تولید له مهمو مرکزونو څخه شمېرل کېږي.




