په افغانستان کې د آنلاین ټکسي شرکت رسمي فعالیت پیل سوو

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې یوه آنلاین ټکسي شرکت ته د فعالیت جواز ورکړی او دغه شرکت په رسمي ډول په کابل کې خپل کار پیل کړی دی.
په افغانستان کې د آنلاین ټکسي شرکت رسمي فعالیت پیل سوو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره یې یوه آنلاین ټکسي شرکت ته د فعالیت جواز ورکړی دی.

دغه وزارت نن (یکشنبه، د جوزا ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د «افغان ټکسي آنلاین» شرکت ته د فعالیت اجازه ورکړل سوې او دغه شرکت په رسمي ډول په کابل ښار کې خپل خدمات پیل کړي دي.

د دغه وزارت په وینا، دا اقدام د ترانسپورتي خدماتو د عصري کولو او د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه ترسره سوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې ښاریان کولای سي د یو ځانګړې اپلیکیشن له لارې د دغه شرکت له خدماتو څخه ګټه واخلي.

په افغانستان کې د آنلاین ټکسي خدمتونه یو نوی تجربه ګڼل کېږي. خو د منظم ښاري نقشې نشتوالی او د ډېرو کوڅو د نومونو او نښو نه موجودیت، په ځانګړي ډول په کابل کې، د دې ډول خدماتو د فعالیت لپاره له جدي ننګونو څخه ګڼل کېدای سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x