د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د افغانستان په خاوره کې د تاپي د ګازو لېږد پروژې عملي چارې د پام وړ پرمختګ کړی او تر اوسه د دې پروژې په ۸۰ کیلومتره لاره کې نلونه غځول سوي دي.
د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې، د پروژې د لارې ۱۲۶ کیلومتره نوره برخه هم د نلونو غځولو لپاره چمتو سوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د عملي چارو له پرمختګ سره هممهاله، د تاپي پروژې د لارې په اوږدو کې ۱۰۸ کیلومتره نښلوونکي او څارنیز سړکونه هم جوړ سوي دي.
تاپي پروژه د سیمې له سترو انرژۍ لېږدونکو پروژو څخه ده چې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.
د طالبانو چارواکو تر دې وړاندې هم د افغانستان لپاره د دې پروژې پر اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت ټینګار کړی دی.
مسؤلینو هیله څرګنده کړې چې د عملي چارو په دوام سره به د راتلونکو میاشتو په ترڅ کې د دې پروژې نورې برخې هم بشپړې او د ګټې اخیستنې زمینه به برابره سي.




