په پنجشېر ولایت کې د طالبانو مسوولانو اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ مالي کال له پیل راهیسې تر اوسه ۱۹ زره او ۸۴۶ قیراط د دې ولایت له کانونو استخراج سوي زمرد د مزایدې له لارې پلورل سوي دي.
سیفالدین لټون ، په پنجشېر کې د طالبانو د والي د ویاند په وینا، د پلورل سویو زمردو ټول ارزښت ۴۲۴ زره او ۲۲۰ امریکایي ډالرو ته رسېږي.
هغه زیاته کړه چې د زمردو پلور د رسمي مزایدو له لارې ترسره سوی او د دې قیمتي ډبرو د استخراج او وړاندې کولو بهیر لا هم دوام لري.




