د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ عبدالرحمن منیر ، د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت د نشهیي توکو پر وړاندي د مبارزې مرستیال ، د پلکاوک سری ، د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندي د مبارزې د دفتر (UNODC) له مشر سره، په لیدنه کې، د بدیل معیشت د پروګرامونو له لارې د افغان بزګرانو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.
دا لیدنه په کابل کې ترسره سوې او په ترڅ کې یې منیر له ملګرو ملتونو غوښتي چې د ملاتړ پروګرامونو په عملي کولو سره د هغو بزګرانو لپاره د عاید بدیلې سرچینې برابرې کړي، کوم چې تر دې وړاندي یې د نشهیي توکو له کښت څخه خپل ژوند پر مخ وړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ، د جوزا په ۱۳مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې عبدالرحمن منیر له نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو له دفتر څخه غوښتي چې د بزګرانو د ملاتړ، د بدیل معیشت د پراختیا او د نشهیي توکو پر وړاندي د مخنیوي پروګرامونو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
هغه همدارنګه ټینګار کړی چې د نشهیي توکو پر وړاندي مبارزه باید د سیاسي ملاحظاتو او اهدافو تر اغېز لاندې رانسي.
د دې خبرپاڼې له مخې، پلکاوک سری هم په دې ناسته کې ژمنه کړې چې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر به د نشهیي توکو پر وړاندي د مبارزې، د بزګرانو د بدیل معیشت د ملاتړ او اړوندو پروګرامونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته له ورسېدو سره، د دې ډلې مشر ، ملا هبتالله اخندزاده د یو فرمان له مخې د نشهیي توکو کښت، تولید، پېر او پلور منع اعلان کړ. خو د دې تګلارې پلي کېدل په ځینو سیمو کې د بزګرانو له ناخوښي سره مخ سوي دي.
په ورته وخت کې، بېلابېل راپورونه په افغانستان کې د صنعتي نشهیي توکو، لکه میتامفیتامین (شیشه)، د تولید د زیاتوالي ښودنه کوي. همدارنګه د نشهیي توکو قاچاق لا هم ګاونډیو هېوادونو ته دوام لري.
په وروستۍ پېښه کې، د ازبکستان چارواکو د سهشنبې په ورځ، د جوزا په ۱۲مه، د بخارا په سیمه کې د ۱۳ کیلوګرامه هیروئینو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی. د ګمرک د چارواکو په وینا، دا بار د یو بار وړونکې موټر په منځ کې چې له افغانستان څخه د روسیې پر لور روان وو، د ۱۸.۶ ټنه وچو زردالو په منځ کې ځای پر ځای سوې وو.
د ازبکستان چارواکو د دې نشهیي توکو د بار ارزښت نږدې یو نیم میلیون ډالره اټکل کړی دی




