د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د تېلو د استخراج او پروسس پراختیا د دې ډلې د اقتصادي پروګرامونو په لومړیتوب کې ده او د آمو سیند د تېلو په حوزه کې د تولید د زیاتوالي لپاره نوي اقدامات پیل سوي دي.
همایون افغان، د طالبانو د کانونو د وزارت ویاند ویلي چې د آمو سیند په حوزه کې لسګونه د تېلو څاګانې فعالې دي او د نویو څاګانو د چمتووالي بهیر هم وروستي پړاو ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړې چې د کانونو وزارت هڅه کوي د نویو څاګانو په فعالولو سره د تېلو د استخراج کچه لوړه کړي.
طالبانو د کانونو او طبیعي سرچینو پراختیا د خپل اقتصادي پروګرام له مهمو محورونو څخه بللې ده او په وروستیو کلونو کې یې هڅه کړې چې د تېلو، ګاز او نورو کانونو په برخه کې پانګونه زیاته کړي.




