چین او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې په دې ټینګار کړی چې باید د ترهګرو ډلو له خوا د هېوادونو د خاورې د کارولو مخه ونیول سي، څو په سیمه کې امنیتي ګواښونه رامنځته نه کړي، او اعلان یې کړي دي چې د افغانستان په مسله کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې اړیکې او همغږي روانه وي.
په دې ګډه اعلامیه کې چې د سهشنبې په ورځ (پنځم جوزا) خپره سوې، په اورومچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو د اسانتیا برابرولو او کوربهتوب له امله د بېجینګ له رول څخه هم ستاینه سوې ده.
چین او پاکستان همدارنګه ټینګار کړی چې باید تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته اجازه ورنه کړل سي چې د هېوادونو له خاورې د سیمې د امنیت او ګټو د ګواښ لپاره کار واخلي.
دواړو هېوادونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ترهګرۍ ضد همکارۍ لا پیاوړې کړي.
بېجینګ او اسلامآباد همدارنګه د «ترهګرۍ پر وړاندي په مبارزه کې د دوه ګونو معیارونو» او د دې موضوع له سیاسي کولو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.




