د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې ازبکستان ته د افغان سوداګریز پلاوي د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د اقتصادي همکارۍ تړونونه لاسلیک سوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو ویلي چې دا هوکړې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.
هغوی همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د زیاتوالي او د سوداګریزو تبادلو د کچې لوړولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولانو په وینا، د دې تړونونو لاسلیک کول کولای سي د پانګونې د پیاوړتیا، سیمهییزې سوداګرۍ د ودې او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.




