د طالبانو د ښار جوړونې او کور جوړولو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت سرپرست ، مولوي نجیبالله حیات حقاني د خوست ولایت د نادرشاهکوت ولسوالۍ تفصیلي طرحه او د کونړ د زلزلهځپلو لپاره ځانګړی ښارګوټی د ننگرهار ولایت په ګمبيري سیمه کې منظور کړی دی.
د دغه وزارت په وینا، د نادرشاهکوت ولسوالۍ تفصیلي طرحه په ۱۶۹ جریبه ځمکه کې ډیزاین سوې او پکښې د استوګنې سیمې، سړکونه او عامه خدمات شامل دي.
همدارنګه، د کونړ د زلزلهځپلو لپاره ځانګړی ښارګوټی د ننگرهار ولایت په ګمبيري سیمه کې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې طرحه سوی دی.
د ورکړل سویو معلوماتو له مخې، دا ښارګوټی ۱۵۱۱ د استوګنې نمرې لري او نور اړین تاسیسات او خدمات هم پکښې په پام کې نیول سوي دي.




