د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه چې د طالبانو تر ادارې لاندې ده، اعلان کړی چې په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د B2B سوداګريزه غونډه د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو په ګډون ترسره سوې ده.
د دې ادارې د اعلان له مخې، د دغه ناستې پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک سول.
دا هوکړې د پنبې، نساجۍ، د درملو تولید، خوراکي توکو، سمنټو او د ګرانایټ ډبرو په سکتورونو کې شاملې دي.
د دې ناستې تنظیموونکو ویلي چې د دغو هوکړه لیکونو موخې د اقتصادي همکاریو پراخول، د ګډې پانګونې زیاتول او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ده.
دا هوکړې په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو پلاوو تګ راتګ زیات سوی او دواړه لورو د صنعتي، ټرانزیټي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړي.




