د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په بدخشان ولایت کې سیمه ایزو سرچینو راپور ورکړی چې د سرو زرو د کانونو پر سر د وروستیو کړکېچونو او نښتو له امله د دې ولایت په ټولو سیمو کې د کانونو د استخراج بهیر په بشپړ ډول درول سوی دی .
په همدې حال کې، په بدخشان کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر تایید کړې چې د دې ډلې والي محمد اسماعیل غزنوي ، د دغو کړکېچونو د حل په موخه د میمي، نسي، کوفاب او شکي ولسوالیو ته سفر کړی دی.
تر دې وړاندې سرچینو ویلي وو چې د والي سفر شکي ولسوالۍ ته کومه پایله نه ده ورکړې او د سیمې د اوسېدونکو او طالب ځواکونو ترمنځ کړکېچونه لا هم روان دي.
همداراز راپور ورکړل سوی چې د طالبانو د استخباراتو ادارې د دې ډلې یو قوماندان په نسي ولسوالۍ کې د موسی کاکه په نوم نیولی دی. له دې نیونې وروسته د هغه اړوند وسلهوال د بدخشان بېلابېلو سیمو ته خپاره سوي او په ځینو ولسوالیو کې امنیتي وضعیت ناپایداره بلل کېږي.
سرچینې وایي چې په زابل کې د طالبانو د والي مرستیال جمعهخان فاتح پورې تړلي ځواکونه په نسي او میمي ولسوالیو کې د چمتووالي په حالت کې دي او د طالبانو د غړو ترمنځ د داخلي نښتې احتمال سته.
د سیمهایزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د جمعهخان فاتح ځینې ملګري غرونو ته تللي او شمېر یې شاوخوا ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسانو پورې اټکل سوی دی.
سیمهایزو اوسېدونکو مخکې ادعا کړې وه چې د دې څېرې پورې تړلي د طالبانو ځینې غړو د سرو زرو د کانونو لرونکې ځمکې نیولي دي.
د دغو نښتو پر مهال د طالبانو او سیمهایزو اوسېدونکو ترمنځ تر اوسه دوه کسان وژل سوي او لس نور ټپیان سوي دي.




