د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، علیرضا بیکدلي د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر اعلان کړی چې د افغانستان په لوېدیځ کې د «میل ۷۸ ابو نصر فراهی» ترانزیټي سړک د پاتې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي او تمه کېږي چې دا لار به په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل سي.
په افغانستان کې د ایران سفیر دا موضوع د طالبانو د عامه ګټو وزیر ، محمدعیسی ثاني سره په لیدنه کې مطرح کړې ده. هغه غونډه چی پکښې د دې وزارت تخنیکي مرستیال او یو شمېر نور مسوولین هم حاضر وو.
د طالبانو د خپرې سوې خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د ایران سفیر ویلي چې د دې سړک د دوهمې برخې جوړول چې اوږدوالی یې ۵۳ کیلومتره دی، له ایران لخوا پیل سوی او تر اوسه یې ۴۲ کیلومتره بشپړ سوي دي، او د پاتې ۱۱ کیلومترو کار هم په چټکۍ روان دی.
هغه زیاته کړې چې دا برخه به په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړه سي.
نوموړي همدارنګه زياته کړي چې د دې لارې لومړۍ برخه چې ۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري، تر دې مخکې د ایران له خوا په اساسي ډول جوړه سوې وه، خو د وخت په تېرېدو سره یې ځینې برخې لکه اسفالت، پلونه او د اوبو لېږدونې جوړښتونه زیانمن سوي دي. د هغه په وینا، د دې برخو د ترمیم او بیا رغونې لپاره هم بودیجه ځانګړې سوې او اړوند قراردادي ټاکل سوی چې ژر به د کار بیا رغونه پیل سي.
د «میل ۷۸ ابو نصر فراهی» سړک ټولټال ۱۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د ایران او افغانستان ترمنځ یو مهم ترانزیټي لاره بلل کېږي چې د توکو په لېږد او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.
ددې لیدنې په پای کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او د ګډو زیربنایي پروژو پر دوام ټینګار کړی دی.




