په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو ټیټوالی ؛ د ملاتړ نشتوالی او د وارداتو زیاتوالی د بحران اصلي لاملونه دي

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او پراخ اقتصادي ټيټوالی وروسته، اقتصادي شنونکي معمار خبري آژانس ته وایي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ نشتوالی او د وارداتو زیاتوالی په هېواد کې د کوچنیو کاروبارونو د ټيټوالی اصلي لاملونه ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو ټیټوالی ؛ د ملاتړ نشتوالی او د وارداتو زیاتوالی د بحران اصلي لاملونه دي

د طالبانو له بیا واکمنېدو او له پراخ اقتصادي ټيټوالی وروسته، یو شمېر هېوادوال، په ځانګړي ډول ښځو، د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړې ده. خو د کورني ملاتړ نشتوالی، د وګړو د پېرلو ځواک کمېدل او د پانګې کمښت د دغو اقتصادي فعالیتونو ډېری برخې د افلاس له ګواښ سره مخ کړې دي.

عبدالنصیر رشتیا ، اقتصادي شنونکي ، معمار خبري آژانس ته ویلي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او پیاوړتیا نشتوالی په هېواد کې د کوچنیو سوداګریو د ټيټوالی له اصلي لاملونو څخه دی. د هغه په وینا، د وارداتو زیاتوالي هم د کورنیو تولیدوونکو لپاره بازار محدود کړی او د کوچنیو کاروبارونو د ودې مخه یې نیولې ده.

هغه ټینګار کوي چې هر څومره واردات کنټرول او محدود سي، په هماغه اندازه به د افغانستان د کورنیو سوداګریو د ودې لپاره ډېر فرصتونه برابر سي. د دغه اقتصادي شنونکی په باور، د کورنیو تولیداتو ملاتړ کولای سي په هېواد کې د اقتصاد د پیاوړتیا او د کاري فرصتونو د زیاتېدو زمینه برابره کړي.

رشتیا زیاتوي چې د کوچنیو کاروبارونو پراختیا د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لري او په اوږدمهال کې کولای سي د افغانستان د کورنیو تولیداتو او صادراتو د زیاتېدو لامل سي.

په وروستیو کلونو کې اقتصادي محدودیتونو، بې‌کارۍ او د نړیوالو مرستو کمېدو ګڼې کورنۍ دې ته اړ کړې چې کوچني کورني او سیمه‌ییز کاروبارونه پیل کړي، خو د عملي ملاتړ او اغېزناکو اقتصادي پالیسیو نشتوالي د دغو کاروبارونو دوام ستونزمن کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x