امارات له عربي تېل‌صادروونکو سازمانه ووته

امارات له اوپک څخه تر وتلو وروسته اعلان کړی چې د عربي هېوادونو د تېلو صادروونکو له سازمان (اوپک) څخه هم وځي.
امارات له عربي تېل‌صادروونکو سازمانه ووته

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د عربي هېوادونو د تېلو صادروونکو سازمان (اوپک) په يوې خبرپاڼه کې اعلان کړی چې اماراتو په رسمي ډول د دې سازمان له غړيتوب څخه د وتلو پرېکړه کړې او دا پرېکړه د ۲۰۲۶ کال د مې له پيل څخه عملي سوې ده.

د دې سازمان دارالانشا اعلان کړی چې دا موضوع د سهيل محمد المزروعي ، د اماراتو د انرژۍ او بنسټونو د وزير له لوري د اوپک د وزيرانو شورا رئيس ته د يو رسمي ليک له لارې ورسېده.

د عربي هېوادونو د تېلو صادروونکو سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې د اماراتو د غړيتوب په کلونو کې د هغه د فعال رول ستاينه سوې ده او د تېلو او انرژۍ په برخه کې د عربي همکاريو د پياوړتيا لپاره د دې هېواد پر ونډه ټينګار سوی دی. همدارنګه ويل سوي چې دا سازمان به د غړو تر منځ د همکارۍ د پراخولو هڅو ته دوام ورکړي.

د ابوظبۍ د اوپک څخه د وتلو پرېکړه په داسې حال کې سوې چې دې هېواد تر دې مخکې هم له «اوپک» او د «اوپک پلس» له ائتلاف څخه وتلی وو؛ دا اقدام د انرژۍ په برخه کې د اماراتو د ستراتيژيک تګلارې بدلون ښايي.

د اماراتو چارواکو اعلان کړی چې دا پرېکړه د اوږدمهاله اقتصادي ليدلوري په چوکاټ کې او د کورني انرژۍ د سکتور د پراختيا لپاره سوې ده. د دې تګلارې له مخې، امارات غواړي د تېلو او ګازو په توليد کې پانګونه زياته کړي او په نړيوال بازار کې خپل د باور وړ توليدوونکي مقام پياوړی کړي.

امارات همدارنګه ټينګار کړی چې د نړيوال انرژۍ د بازار ثبات د داسې عرضې پورې تړلی دی چې بدلون منونکې وي او بيې يې متعادلې وي، او دا هېواد غواړي د توليد په تدريجي او له مخکې پلان سوې زياتوالي سره دې موخې ته مرسته وکړي.

امارات چې له ۱۹۶۷ کال راهيسې د اوپک غړی وو، په تېرو لسيزو کې يې د تېلو د بازار په تنظيم او د توليدوونکو او مصرفوونکو تر منځ د خبرو اترو په پياوړتيا کې مهم رول لوبولی دی. خو اوس د دې هېواد چارواکي باور لري چې اوسني شرايط دا غوښتنه کوي چې پر اقتصادي ژمنو، کورنيو پانګونو او د نړيوال بازار راتلونکو اړتياوو ته پر ځواب ويلو زيات تمرکز وسي.

سره له دې چې امارات له دې بنسټونو څخه وتلی، خو ټينګار يې کړی چې د انرژۍ په برخه کې به نړيوالو همکاريو ته ژمن پاتې سي او د انرژۍ د ارزښت د ځنځير په ټولو برخو کې به پانګونه روانه وساتي، له تېلو او ګازو نيولې تر نوي کېدونکو انرژيو او ټيټ کاربن ټکنالوژيو پورې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x