د طالبانو مشر د ۱۴۰۵ مالي کال بودجه تصویب کړه

د طالبانو په مالیې وزارت کې سرچینو رسنیو ته ویلي چې هبت‌الله اخندزاده ، د طالبانو مشر ، د ۱۴۰۵ مالي کال بودجه تایید کړې ده.
د طالبانو مشر د ۱۴۰۵ مالي کال بودجه تصویب کړه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ د طالبانو په مالیې وزارت کې سرچینو رسنیو ته ویلي چې هبت‌الله اخندزاده ، د طالبانو مشر ، د ۱۴۰۵ مالي کال بودجه تایید کړې ده .

د دغو سرچینو په وینا، د بودجې جزئیات د یکشنبې په ورځ، د ثور په ۱۳مه، له کندهاره د مالیې وزارت ته لېږل سوي دي.

د نوي کال د بودجې د تصویب د ځنډ له امله، د یو شمېر وزارتونو او دولتي ادارو د کارکوونکو د معاشونو تادیه هم له ځنډ سره مخ سوې وه. سرچینې زیاتوي چې د طالبانو مشر د ځينو دولتي ادارو د کارکوونکو معاشونه هم لوړ کړي دي.

طالبانو تر اوسه د خپل کلني بودجې بشپړ جزئیات په عام ډول نه دي خپاره کړي او د مالي معلوماتو د پټ ساتلو په اړه يې وضاحت نه دی ورکړی. له همدې امله د دې ډلې د بودجې ډېره برخه معلومات د داخلي سرچینو او یا د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له لارې خپرېږي.

نړیوال بانک مخکې په يو راپور کې اعلان کړی وو چی د طالبانو ادارې د ۱۴۰۴ مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې شاوخوا ۹۶.۹ میلیارده افغانۍ د امنیتي لګښتونو لپاره مصرف کړې دي. د راپور له مخې، په همدې موده کې یوازې ۱۵.۷ میلیارده افغانۍ د پراختیايي پروژو لپاره ځانګړې سوې دي.

د خپرو سویو شمیرو له مخې، د طالبانو د تېر مالي کال ټوله بودجه شاوخوا ۲۴۹ میلیارده افغانۍ وه چې د ۳.۶ میلیارده ډالرو معادله وه . له دې څخه ۲۲۷ میلیارده افغانۍ عادي لګښتونو ته او ۲۴ میلیارده افغانۍ پراختیايي بودجې ته ځانګړې سوې وې؛ چې ښايي نږدې ۹۰ سلنه بودجه په عادي لګښتونو مصرف شوې او یوازې ۱۰ سلنه پراختیايي پروژو ته ځانګړې سوې ده.

طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته د مالي کال نظام له میلادي تقویمه هجري لمریز ته بدل کړ. سره له دې، د ۱۴۰۵ مالي کال بودجې نهایي کېدل د هجري لمریز کال له پيلېدو دوه مياشتې وروسته هم له ځنډ سره مخ وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x