د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ سټیفان دوجاریک ، د ملګرو ملتونو ویاند ، د افغانستان په اړه د انجونو پر زدهکړو د محدودیتونو د دوام په تړاو د یونیسف د تازه راپور په غبرګون کې ویلي چې دغه محدودیتونه هر کال شاوخوا ۸۴ میلیونه ډالره اقتصادي زیان افغانستان ته اړوي.
هغه په یوه خبري غونډه کې اعلان کړی چې د یونیسف د شننې له مخې، شاوخوا یو میلیون انجونې په افغانستان کې د زدهکړې له حقه بېبرخې سوې دي؛ په داسې هېواد کې چې تر دې مخکې هم د ښځو د سواد له پلوه په نړۍ کې د تر ټولو ټیټو کچو هېوادونو له ډلې څخه وو.
دوجاریک زیاته کړه چې که دغه محدودیتونه تر ۲۰۳۰م کال پورې دوام وکړي، له دوه میلیونو څخه زیاتې انجونې به د لومړنۍ زدهکړې له کچې پورته د زدهکړې دوام له لاسه ورکړي.
یونیسف مخکې په خپل راپور کې خبرداری ورکړی وو چې پر انجونو د زدهکړې او د ښځو د کار پر محدودیتونو دوام به افغانستان تر ۲۰۳۰م کال پورې له ۲۵ زرو څخه د زیاتو ښوونکو او ښځینه روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.
په راپور کې ویل سوي چې شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او نږدې ۵۴۰۰ ښځینه روغتیایي کارکوونکې ممکن د کار له بهیر څخه ووځي؛ چې دا به د ښوونې او روغتیا دوې اړینې برخې له جدي بحران سره مخ کړي.
د یونیسف په راپور کې چې «په افغانستان کې د انجونو د زدهکړې او د ښځو د کار په برخه کې د اقدام نه کولو لګښت» تر سرلیک لاندې خپور سوی، ټینګار سوی چې افغانستان یوازې روزل سوې ښځینه کاري ځواک له لاسه نه ورکوي، بلکې د ښځو د نوې نسل د کار بازار ته د داخلېدو مخه هم نیسي.
د راپور له مخې، د ښځینه ښوونکو شمېر له ۲۰۲۲م کال کې شاوخوا ۷۲ زره او ۹۶۳ کسانو څخه په ۲۰۲۴م کال کې شاوخوا ۶۶ زره او ۲۰۸ کسانو ته راکم سوی دی؛ په داسې حال کې چې د زدهکړې اړتیا لا هم لوړه ده. یونیسف ټینګار کړی چې د ښځینه ښوونکو کمېدل په مستقیم ډول د انجونو پر زدهکړې اغېز کوي.
په روغتیايي برخه کې هم دې ادارې خبرداری ورکړی چې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو کمښت کولای سي د ښځو او ماشومانو د درملنې لاسرسی محدود کړي. په ډېرو سیمو کې ښځې د کلتوري محدودیتونو له امله نارینه روغتیایي کارکوونکو ته د لاسرسي توان نه لري، له همدې امله د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو شتون حیاتي ارزښت لري.




