د کابل او تهران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د افغانستان ـ ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس، په کابل کې د یوې لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د کابل او تهران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر علیرضا بیکدلي او د افغانستان ـ ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس کمال‌الدین توحیدي په کابل کې سره لیدنه او خبرې اترې کړي دي.

د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ اسانتیا د همکاریو په لومړیتوب ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو همدارنګه د دوه‌اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ او د افغانستان او ایران ترمنځ یې د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لارې چارې وڅېړلې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x