طالبانو د آمو دريا په حوزه کي د نفتو د استخراج د پيل خبر ورکړ

د طالبانو د معادن او پټروليم وزارت اعلان کړی دی چي د آمو دريا په حوزه کي له پنځو تازه کېندل سوو څاګانو څخه د نفتو استخراج پيل سوی دی او د دې ډلې په وينا د ورځني توليد کچه به شاوخوا ۵۰۰ متر مکعب ته ورسېږي.
طالبانو د آمو دريا په حوزه کي د نفتو د استخراج د پيل خبر ورکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د معادن او پټروليم وزارت د یوې ويډيو په خپرولو سره اعلان کړی چي د آمو دريا د زمردسای په سيمه کي له پنځو تازه کېندل سوو څاګانو څخه د نفتو استخراج پيل سوی دی.

د طالبانو د معادن او پټروليم وزارت په وينا د دغو څاګانو د استخراج کچه به په ورځني ډول شاوخوا ۵۰۰ متر مکعب نفت وي.

همدارنګه، عبدالغني برادر ،د طالبانو د رئيس‌الوزراء اقتصادي مرستيال تېره ورځ د دغو څاګانو د رسمي ګټې اخېستنې بهیر پرانيستې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x