د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د خوړو نړيوال پروګرام په خپل تازه راپور کي اعلان کړی چي په افغانستان کي د خوراکي توکو بيې لا هم لوړې پاتې دي، او له بلې خوا د کاري فرصتونو محدودوالی د کورنيو پر لګښتونو ډېر فشار اچولی دی.
د راپور له مخې، که څه هم د کار موندلو برخه لږ څه ښه سوې او په اوونۍ کي ۱.۹ ورځو ته رسېدلې ده، خو دا شمېر لا هم د تېر کال او د درې کلن منځني کچې څخه ټيټ دی.
دې بنسټ ويلي دي چي د غنمو بيه، چي په هېواد کي د خوړو د خونديتوب له مهمو نښو څخه شمېرل کېږي، د تېر کال په پرتله شاوخوا ۲۱ سلنه لوړه سوې ده.
د خوړو نړيوال پروګرام ټينګار کړی دی چي له اوونيزو محدودو بدلونونو سره سره، پر کورنيو اقتصادي فشار لا هم دوام لري او بازارونه په عادي ډول روان دي، خو د لومړنيو اړتياوو د توکو لګښتونه لوړ پاتې دي او ورسره سم کاري فرصتونه نه دي زيات سوي.
د اپرېل په درېيمه اوونۍ کي د ځينو خوراکي توکو په بيه کي محدود بدلونونه راغلي دي؛ د غنمو بيه شاوخوا ۰.۴ سلنه لوړه سوې ده او د غنمو د اوړو بيه هم د ۰.۵ تر ۱.۵ سلنه پورې زياته سوې ده. په مقابل کي، د خوړو تېلو بيه ۲.۲ سلنه راکمه سوې، دانو (حبوبات) ۰.۷ سلنه ارزانه سوي او د لوړ کيفيت وريجې ۱.۴ سلنه په بيه کي کمي راغلې ده، په داسې حال کي چي د ټيټ کيفيت وريجې بې بدلون پاتې سوي او د بورې بيه هم ثابته راپور سوې ده.
خو د کلني پرتلي له مخې څرګندېږي چي نږدې ټول لومړني توکي د پام وړ زياتوالی لري؛ په دې ډول د غنمو اوړه ۱۱ تر ۱۶ سلنه، وريجې ۲۳ تر ۴۵ سلنه، د خوړو تېل ۷ سلنه او بوره ۱۹ سلنه ګران سوي دي.
په راپور کي ويل سوي دي چي د دې بيې د زياتوالي مهم لامل د سوداګريزو لارو ګډوډي دي. د پاکستان له لوري د سرحدي دروازو تر بندېدو وروسته، افغانستان زياتره د ايران او منځنۍ آسيا پر لارو تکیه کړی، چي دا لارې د لېږد لوړ لګښتونه، د انتقال زيات وخت او لوژستيکي ستونزې له ځان سره لري.
خو د اورګاډي د کرښو پراختيا، لکه د آقينې، حيرتان او د خواف–هرات دهلېز، تر يو بريده د وارداتو د بهير په ساتلو کي مرسته کړې ده. د خوړو نړيوال پروګرام د بازار حالت فعال خو تر فشار لاندي بللی او د بيې زياتوالی يې د تدارکاتي لړۍ د دوامدارو ستونزو پايله ګڼلې ده.
د سبزيجاتو په برخه کي د بيې لنډمهاله کموالی ثبت سوی دی؛ په دې ډول د رومي بانجانو بيه ۸ سلنه او د کچالو بيه نژدې ۱۰ سلنه راکمه سوې ده، خو دا توکي لا هم د تېر کال په پرتله په ترتيب سره ۵۲ او ۷۸ سلنه ګران پاتې دي. د پيازو بيه هم لږ راکمه سوې او د تېر کال په پرتله ۴۸ سلنه ټيټه راپور سوې ده.
د غير خوراکي لګښتونو په برخه کي، د ډيزل بيه په تېرې اوونۍ کي ۰.۷ سلنه کمه سوې، خو لا هم د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه لوړه ده. د کيمياوي سرو بيه هم بدلون موندلی؛ يوريا ۱.۶ سلنه لوړه سوې او د امونيم فاسفيت بيه ثابته پاتې ده، خو دواړه د کلني پرتلي له مخې په ترتيب سره ۳۷ او ۱۸ سلنه زياتوالی ښايي.
دغه سازمان همدارنګه د کار د بازار د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چي که څه هم د کار ته لاسرسی لږ څه زيات سوی، خو د خلکو د پېرلو توان کم پاتې سوی دی، ځکه د بيې زياتوالي په عملي ډول د عايداتو دغه لږ زياتوالی بېاغېزې کړی دی.




