طالبانو په پنجشیر ولایت کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو زندان د جوړېدو خبر ورکړ

طالبانو په پنجشیر ولایت کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو نوی زندان د جوړېدو خبر ورکړی دی ؛ هغه پروژه چې ګڼ بلاکونه او بېلابېل خدماتي برخې به ولري.
طالبانو په پنجشیر ولایت کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو زندان د جوړېدو خبر ورکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې ؛ طالبانو په پنجشیر ولایت کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو نوی زندان د جوړېدو خبر ورکړی دی.

سیف الدین لټون ، په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د والي ویاند اعلان کړی ، چې دغه زندان د بازارک په بهارک سیمه کې پر شاوخوا ۱۱ جریبه ځمکه جوړېږي.

د هغه په وینا، په دې تأسیساتو کې ۲۳ بلاکونه، نږدې ۱۰۰ خونې، مسجد ، د زده‌کړو او مسلکي روزنې برخې او همدارنګه اداري څانګې شاملې دي.

دا پروژه په داسې حال کې پیل سوې چې طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته د انجونو ښوونځي تړلي او ښځې یې له کار او فعالیتونو محرومې کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x