د روسيې او طالبانو تر منځ د تېلو د تړونونو په لاسليکولو سره د اقتصادي همکارۍ پراختيا

په افغانستان کې د روسيې د سوداګريز مرکز مشر اعلان کړی دی چي طالبان په پام کي لري، له مسکو سره د څو نويو تړونونو په لاسليکولو سره له دغه هېواده نفتي توکي او کرنيز حاصلات وپېري او اقتصادي همکارۍ پراخي کړي.
د روسيې او طالبانو تر منځ د تېلو د تړونونو په لاسليکولو سره د اقتصادي همکارۍ پراختيا

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، رستم خبیبولین، په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر، اعلان کړی چې طالبان غواړي له روسیې سره د څو نویو تړونونو په لاسلیک سره له دغه هېواده نفتي توکي وپېري.

د هغه په وینا، ټاکل سوې دا تړونونه د روان میلادي کال د مې په میاشت کې د روسیې او اسلامي نړۍ د اقتصادي غونډې په چوکاټ کې د کازان په ښار کې لاسلیک سي.

د راپورونو له مخې، د دغو تړونونو له لاسلیک سره به روسیه د نفتي توکو تر څنګ خپل کرنیز محصولات هم د طالبانو ادارې ته وړاندې کړي.

روسي رسنیو هم راپور ورکړی چې له یوې روسي ساختماني کمپنۍ سره د افغانستان د بنسټیزو چارو د پراختیا لپاره د پانګونې یو جلا تړون هم پلان سوی دی.

خبیبولین ویلي: «ټاکل سوې په دې غونډه کې د افغان لوري لپاره د نفتي توکو او کرنیزو محصولاتو د پېرلو درې تړونونه، او همدارنګه د افغانستان د بنسټیزو چارو د پراختیا لپاره د یوې روسي ساختماني کمپنۍ د پانګونې یو تړون لاسلیک سي.»

د روسیې او اسلامي نړۍ اقتصادي غونډه ټاکل سوې د روان کال د مې میاشتې له ۱۳مې تر ۱۵مې نېټې د کازان په ښار کې ترسره سي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د معادنو وزیر د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د کازان په یوه غونډه کې له روسي کمپنیو غوښتي وو چې د افغانستان د انرژۍ، په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو په برخه کې پانګونه وکړي.

روسیه له هغو هېوادونو څخه ده چې په وروستیو کلونو کې یې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي او د دواړو خواوو ترمنځ اقتصادي همکاري مخ په زیاتېدو ده .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x