د سلفرو نړیوال بازار د ایران د نښتو له امله له بېساري کړکېچ سره مخ سوی، او د هرمز تنګي د تګ راتګ ګډوډي—چې د نړۍ د سلفرو نیمایي صادرات له همدې لارې تېرېږي—د دې ستراتېژیکې مادې د رسونې بهیر درولی دی.
دا کړکېچ په داسې حال کې لوړ حد ته رسېدلی چې د سلفرو بیې مخکې له دې د اوکراین د جګړې او د تقاضا د زیاتوالي له امله د وروستیو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وې، او اوس د منځني ختیځ د انرژۍ د تولید د کمېدو له امله یو بل ناڅاپي لوړوالی تجربه کوي.
د زیاتېدونکي کمښت په غبرګون کې، ترکیې د صادراتو بندیز لګولی، هند د نویو محدودیتونو د ارزونې په حال کې دی، او چین د مې میاشتې له پیل څخه د سلفوریک اسید د لېږد د بندولو پرېکړه کړې، چې په عملي ډول یې د محدودیتونو یوه نوې څپه رامنځته کړې ده.
شنونکي وایي چې دا اقدامات به پر بیو بېسارې فشار وارد کړي. د دې کړکېچ اغېزې له کرنیزو ځمکو تر کانونو پورې احساسېږي؛ د سرې د بیو له لوړېدو نیولې تر په اندونیزیا کې د نکل تولید ته ګواښ او د افریقا د ځینو د مسو د کانونو د بندېدو احتمال پورې، چې له ۹۰ سلنې زیات سلفر له منځني ختیځ څخه ترلاسه کوي.




