د هېواد د اوسېدونکو شکايتونه د بېکارۍ او د طالبانو بې‌پروايي څخه

د افغانستان يو شمېر اوسېدونکي د طالبانو تر ولکې لاندي په ادارو کي له کم‌کارۍ، بې‌نظمۍ او د روڼتيا له نشتوالي شکايت کوي.
د هېواد د اوسېدونکو شکايتونه د بېکارۍ او د طالبانو بې‌پروايي څخه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د افغانستان يو شمېر اوسېدونکي د طالبانو تر ولکې لاندي په ادارو کي له کم‌کارۍ، بې‌نظمۍ او د روڼتيا له نشتوالي شکايت کوي.

د دوی په وينا، د شخصي خوښي، ناپوهه او توپيروي چلند، په ځانګړي ډول د هغو کسانو پر وړاندي چي پر پښتو ژبه برلاسي نه لري، پدی ادارو کې له لویو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

همدارنګه د ادارو چارې بېله کوم څرګند لامل څخه ورځي او آن اوونۍ ځنډېږي، او د کارکوونکو تېروتنې ددې لامل کېږي چي مراجعه کوونکي څو څو ځله د خپلو اسنادو د سمون لپاره ورسي او زيات لګښتونه ورکړي.

د کابل اوسېدونکي وايي چي په دغو ادارو کي ګومارني تر ډېره د اړيکو او تړاو پر بنسټ کېږي، نه د وړتيا او پوهې له مخي؛ چي له امله يې د خدمتونو کيفيت راټيټ سوی او خلک له سرګردانۍ سره مخ سوي دي. هغوی ټينګار کوي چي ډېر کارکوونکي اړين مهارت او تجربه نه لري، او دې چاري د ادارو کاري بهير ګډوډ کړی دی.

په دې منځ کي ښځې له لا ډېرو ستونزو سره مخ دي. ځيني وايي چي بېله محرم څخه ادارو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي، او د اوږدو ځنډونو تر څنګ له بې‌پاملرنې او ناسم چلند سره هم مخامخ کېږي.

کارپوهان هم په ادارو کي ځنډېدنه او بې‌نظمي د چارو د ناپوهه کسانو ته د سپارلو، د تجربه‌لرونکو کسانو د څنګ ته کولو او په اداري جوړښت کي د باور د نشتوالي پايله بولي. د دوی په وينا، دې حالت د دولتي بنسټونو اغېزمنتيا کمه کړې او اوسېدونکو ته د خدمتونو وړاندي کول يې کمزوري کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x