سياېنبيسي راپور ورکړی دی چې د برنت تېلو بيه تر ۱۲۰ ډالرو لوړه سوې ده، او دا ښايي چې د ايران اوربند د ژورو ګډوډيو د حل توان نه لري.
د پانګونې د بازار شنونکو له سياېنبيسي سره په خبرو کې ويلي دي چې د برنت تېلو بيه اوس يو مهم پړاو ته رسېدلې ده. له يوې خوا، سوداګر د نښتو د پای ته رسېدو له امکانه هرکلی کوي، چې دا کولای سي د بېړيو د بيمې لګښتونه راکم کړي او د انرژۍ دوامداره بهير ډاډمن کړي.
له بلې خوا، د وروستۍ هوکړې په ترلاسه کولو کې هر ډول ځنډ يا د اوبو په لارو کې د بندښت د دوام نښې کولای سي بيې بېرته په چټکۍ سره لوړو کچو ته یوسي.
سياېنبيسي بيا هم ټينګار کړی دی چې د برنت تېلو بيه تر ۱۲۰ ډالرو لوړېدل دا څرګندوي چې د ايران اوربند د ژورو ګډوډيو د حل وړتيا نه لري.




