طالبانو تیر کال نږدې ۱۱۲ زره قیراط د پنجشیر زمرد پلورلي دي

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د معادن او پترولیم ریاست اعلان کړی چې تیر کال د دې ولایت له معادنو څخه د ۱۱۱ زره او ۷۵۰ قیراطو څخه زیات زمرد پلورل سوي دي.

د نوموړي ادارې چارواکو ویلي چې د دې مقدار زمردو ټول ارزښت نږدې ۳۲ میلیون او ۱۷۸ زره ډالره دي. دغه زمرد د پنجشیر د حصه اول او پریان ولسوالیو څخه ترلاسه سوي دي.

سیمه ایزو چارواکو ټینګار کړی چې د پنجشیر د زمرد معادن د دې ولایت له مهمو طبیعي سرچینو څخه شمېرل کېږي او استخراج او پلور یې په سیمه کې د عوایدو په ترلاسه کولو کې مهم رول لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x