ازبیکستان: افغانستان کولای سي د آسيا او روسيې تر منځ د اړيکو يوه مهمه لاره وګرځي

د ازبیکستان د ستراتيژيکو او سيمه‌ایزو مطالعاتو د انسټيټوټ مشر وايي، افغانستان دا وړتيا لري چې د مرکزي او جنوبي آسيا له هېوادونو سره د روسيې ترمنځ د يو مهم ارتباطي پل په توګه خپل رول ولوبوي؛ داسې بدلون چې کولای سي په سيمه کې د نويو لېږد رالېږد لارو او اقتصادي همکاريو زمينه برابره کړي.
ازبیکستان: افغانستان کولای سي د آسيا او روسيې تر منځ د اړيکو يوه مهمه لاره وګرځي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ الدور آريپوف، د ازبیکستان د جمهوريت اړوند د ستراتيژيکو او سيمه‌ایزو مطالعاتو انسټيټوټ مشر، ويلي دي چې افغانستان دا وړتيا لري چې د مرکزي او جنوبي آسيا او روسيې تر منځ د «ارتباطي پل» په توګه خپله دنده ترسره کړي.
 دغه نظر د کار پوهانو په یوه غونډه کې د افغانستان د راتلونکي رول په اړه مطرح سو.

ښاغلی آريپوف د ترمذ ښار د «والدای» غونډې په څنډه کې له روسيې رسنۍ «وستي» سره په خبرو کې وويل چې د افغانستان جيوپولېټيکي رول د بدلون په حال کې دي.

د هغه په وينا، دغه بدلون کولای سي د مرکزي او جنوبي آسيا ترمنځ د نویو لېږد رالېږد لارو د جوړېدو زمينه برابره کړي او افغانستان له يو «د ګټو د ټکر له سيمې» څخه د اقتصادي همکاريو لپاره يو مهم تېرېدونکی مرکز وګرځوي.

نوموړي زياته کړه چې دا طرحه يوازې د ازبیکستان او د مرکزي آسيا د نورو هېوادونو په ګټه نه دی، بلکې روسيې ته هم ځانګړې اهميت لري؛ ځکه دا هېواد کولای سي له افغانستان څخه د پاکستان او هند لويو بازارونو ته مستقيم لاسرسی پيدا کړي.

په دې غونډه کې، کارپوهانو د اوراسيا په سيمه کې د «نوې امنيتي معمارۍ» د جوړېدو او د افغانستان احتمالي ځای په دې چوکاټ کې ، خبرې او نظرونه شریک کړي دي.

تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره سوي وړ چې ښايي ځينې هېوادونه د سيمې د نویو لېږد رالېږد لارو د پراختيا په هڅه کې دي؛ د بېلګې په توګه د سویلي کوريا پلان چې د شمال د سمندري لارې ازموينه وکړي، او دا کولای سي په آسيا کې د سوداګرۍ پر نمونې اغېزه وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x