د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د تواصل کنفرانس او د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور د غړو ترمنځ په سوداګریزو ناستو کې، په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ۵۱۴.۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک سول.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو چارواکو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او دا تړونونه یې د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د پانګونې د زیاتوالي او د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا په لور مهم ګام بللی دی.
ویل کېږي چې دا هوکړهلیکونه بېلابېلې اقتصادي برخې رانغاړي، چې پکښې په افغانستان کې د چرګانو د فارم جوړول، د سمنټو او ډبرو سکرو واردات او صادرات، لوبیا، ماش، اسفالت، د وچو مېوو او سبزیو صادرات، د غوړیو، پټرولو تېلو، قیر، مسو او خوراکي توکو واردات، د غیرالکولي مشروباتو صادرات، ورزشي خدمتونه او د هګۍ اچوونکو چرګانو تولید شامل دي.
دا تړونونه کولای سي په نږدې راتلونکې کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا زمینه برابره کړي.




