ازبکستان او طالبانو د یوې ګډې سوداګریزې شورا په جوړولو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دوهاړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړولو په لور یو نوی ګام پورته کړی دی.
د ازبکستاني رسنیو په وینا، دا اقدام به د صنعتي همکاریو د پراختیا او د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره پراخ فرصتونه برابر کړي.
د راپورونو له مخې، دغه شورا ۳۲ غړي لري چې د ازبکستان د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي او د افغانستان د سوداګرۍ خونې استازي پکښې شامل دي.
د دې شورا په لومړۍ غونډه کې، چې د پنجشنبې په ورځ ترسره سوه، ګډونوالو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د مستقیمو سوداګریزو تعاملاتو د اسانتیا او د نویو ګډو پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې.
دواړو خواوو همدارنګه هوکړه کړې چې په لنډ مهال کې به د دوهاړخیزې سوداګرۍ کچه تر پنځه میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي.




